د افغانستان او ترکیې تر منځ هوایي دهلېز پرانیستل شو
د افغانستان او ترکیې ترمنځ د سوداګریز توکو لېږد را لېږد لپاره هوايي دهلیز پرانیستل شو او له همدې لارې نن په لومړۍ جوپه کې څه باندې څوارلس ټنه توکي له کابله ترکیې ته یوړل شول.
د افغانستان سوداګرۍ وزارت چارواکي هیله من دي چې له دې دا دهلیز به ترکیې ته د دوی صادرات کچه دوه برابره لوړه کړي.
تېر کال د افغانستان او ترکیې ترمنځ سوداګري تر سلو میلیونو ډالرو اوښتې وه، خو په دې راکړه ورکړه کې له افغانستانه ترکیې ته شاوخوا لس سلنه صادرات وو.
- افغانستان به سعودي عربستان ته د میلیونونو ډالرو مېوه صادروي
- د کورنیو تولیداتو لپاره هرات او جاکارتا مخامخ الوتنې پیلوي
- د افغانستان د مېوې صادرات ۸٪ زیات شوي
د افغان چارواکو په وینا له دې بهیر سره USAID مرسته کوي او د توکو د لېږد لګښت په سوداګرو کم راځي.
قیمتې ډبرې، طبي بوټي، تازه او وچې مېوې هغه افغاني توکي دي چې ترکیې ته صادرېږي.
افغان چارواکي وايي، د افغانستان مرمر ډبرو د ترکیې ایزمیر ښار کې ډېر مېنه وال پيدا کړي. چرم او له پوستکي جوړ شوي افغاني توکي هم په ترکیه کې ښه مینه وال لري.
د سوداګرۍ خونو اجرایوي مشر عتیق الله نصرت له ترکي حکومته د ګمرکي تعرفې او په دغه هېواد کې د سوداګرۍ اسانتیاوو لپاره د مرکز جوړولو هیله وکړه.
ترکیه له افغانستان سره د کرنې، بریښنا، روغتیا او ودانیزو چارو کې مرسته کوي او له ودانیزو توکو نیولې تر درملو، جامو او فرنیچر پورې له ترکیې افغانستان ته صادرېږي.
افغانستان کې د ترکیې سفیر اذان ارتغرول وايي "د راتلونکو کلونو لپاره مو د سوداګرۍ کچې لوړولو لپاره هڅې ګړندۍ کړې دي."
د سوداګرۍ سکتور چارواکي هوايي دهلیز ګټور ګڼي او ښه بېلګه یې د هوايي دهلیز له برکته هند ته د تازه میوو د صادراتو یوولس برابره زیاتوالی په ګوته کوي.
د سوداګرۍ وزارت چارواکي زیاتوي ډېر ژر به له سعودي عربستان سره هم هوايي دهلیز جوړ کړي.