BBC
 شاته

"د افغانستان لپاره د ټرمپ تګلاره پام وړ بریالۍ نه ده"

ر د انځور حقوق Getty Images

که څه هم یو شمېر امریکايي پوځي چارواکي په دې باور دي چې افغانستان کې د حالاتو د سمولو لپاره د ډونلد ټرمپ پوځي تګلاره بریالۍ ده او دغه هېواد کې حالت د دوی په ګټه روان دی، خو یوه څارونکې اداره د دوی اپوټه د حالاتو منفي انځور وړاندې کوي.

د امریکا د دفاع وزارت د سرڅارونکی ادارې ویلي، په افغانستان کې د امنیتي وضعیت د ښه کولو لپاره د ولسمشر ډونلډ ټرمپ تګلارې پام وړ بریا نه ده لرلې او دا هېواد لا هم خطرناک او تاوتریخوالي کې ایسار دی.

د امریکا د دفاع وزارت د سرڅارونکی د وسلوالو طالبانو په ګډون د اورپکو ډلو بریدونو ته ګوته نیسي:

"د امریکايي تګلارې له بدلون سره سره وسلوالو طالبانو خپل لوی بریدونه روان ساتلي او په دې وروستیو کې یې یواځې په کابل کې سلګونو کسانو ته مرګ ژوبله اړولې ده".

رپوټ کې ویل شوي حالاتو کې کوم بدلون نه دی راغلی او د پرمختګ ډېرې نښې نه لیدل کېږي :

"یواځې ۶۵ سلنه خلک د حکومت تر واک لاندې سیمو کې ژوند کوي، خو څه باندې دوه کاله وړاندې امریکايي قومندانانو هیله ښودلې وه چې له ۶۴ تر ۸۰ سلنې ځمکې به د افغان حکومت واک ته راولي".

* سرگې لاوروف: د امريکا نوې افغان تگلاره "ناکاره" ده

* "د پښتنو ځواک پاکستاني پوځ ته ټکان ورکړى"

* د امريکا نوې افغان تگلاره او پر وړاندې يې سيمه ييز بلاک

رپوټ کې ویل شوي چې د افغان امنیتي ځواکونو شمېر ۱۱ سلنه کم شوی دی او دغه حالت د ځواک پر عمومي اغېزمنتوب اندېښنې را پارولې دي.

په افغانستان کې د امریکا او ناټو لوی قومندان تېره نومبر ویلي وو چې افغانستان کې حالات ښه لور ته روان دي.

خو رپوټ چې له جنورۍ تر مارچ پای پورې پېښې څارلې په دې تړاو موافق نه برېښي او د افغان دولت د مخالفو وسلوالو - طالبانو او داعش د بریدونو تر څنګ د دوی له لوري د نورو ځمکو نیولو ته اشاره کوي.

د امریکايي سرتېرو پر اغېز شک کول

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د ټرمپ د ستراتیژۍ له مخې افغانستان ته امریکا نږدې څلور زره نور سرتېري واستول.

ډونلد ټرمپ تېر اګسټ د افغان ستراتیژۍ اعلانولو کې وویل، چې افغانستان ته څو زره تازه دم سرتېري استوي.

که څه هم له هغه راهیسې امریکا افغانستان ته څلور زره نور سرتېري واستول، خو په رپوټ کې د جګړې لومړیو لیکو ته د افغان ځواکونو د ملاتړ لپاره د دغو ا پوځي سلاکارو ډلو د استولو پر اغېز شک شوی.

ور سره دا اندېښنه ښودل شوې چې ښايي په دغه کار سره د ولسي وګړو او امریکايي ځواکونو مرګ ژوبله نوره هم زیاته شي.

په ورته مهال پنټګان یا دفاع وزارت هڅه کوي دغه رپوټ ته ښه رنګ ور کړي.

د پنټګان ویاند ډګروال رابرټ مېننګ وايي، افغانستان کې ګډوډي او پرمختګ هممهاله احساسوي.

د ډونلډ ټرمپ په ستراتیژۍ کې پر وسلوالو طالبانو د فشار لپاره پر پاکستان هم فشار اچول و چې د دې ډلې پټنځي له منځه یوسي.

امریکا پر دغه هېواد مرستې هم بندې کړې او په افغان جګړه کې یې له ریښتونې همکارۍ سره تړلې وبللې، خو

په واشنګټن کې افغان سفارتکار او د چارو شنونکی احمد شاه کټوازی وايي پر پاکستان اړین فشار وانه چول شو.

"پاکستان لا هم د ترهګرۍ ملاتړ کوي، وسلې ور کوي، پاکستان ته باید د ترهګرۍ صاردوونکي هېواد نوم ور کړل شي او نور فشار پرې واچول شي چې د ترهګرو له ملاتړ لاس واخي".

په ورته مهال ایران ته هم ګوته نیسي او وايي، چې وسلوالو طالبانو ته وسلې ور کوي.

روسیه هم له طالبانو سره مرسته کوي او افغان جګړه پېچلې ده.

خو روسیه له وسلوالو طالبانو سره مرسته ردوي او وايي، یواځې د خپلو وګړو د خوندیتوب لپاره ور سره کمې اړیکې لري.