BBC
 شاته

کندهار کې چاودنې "لږ ترلږه ۱۶ تنه" وژلي

Image caption د کندهار د پوليسو وياند ضيا درانی وايي، چاودنه ځايي وخت غرمه مهال د کندهار په څلوارلسمه حوزه کې شوې ده

د افغانستان جنوب کندهار ولايت ځايي چارواکي وايي، په يوه کانتينر کې د چاودېدونکو توکيو د چاودنې له امله لږ ترلږه ۱۶ تنه وژل شوي او ۳۸ تنه نور ټپيان شوي دي.

د کندهار د امنيه قومندانۍ وياند ضيا درانی وايي، دغه چاودنه ځايي وخت غرمه مهال د کندهار په څلوارلسمه حوزه کې شوې ده.

د نوموړي په وينا امنیتي ځواکونو اطلاعات ترلاسه کړي وو چې وسله والو چاودېدونکي توکي او مهمات ښار ته داخل کړي او له دغې لارې غواړي چاودنې ترسره کړي.

د ښاغلي دراني په وينا د دغو معلوماتو پر اساس ملي امنيت او پوليسو يو لړ عمليات ترسره کړل او په دوو کانتينرونو کې یې چاودېدونکي توکي وموندل، د لومړي کانتيتر چاودېدونکي توکي يې خنثی کړل خو په دوهم کانتينر کې چاودېدونکي توکو چادونه رامنځ ته شوه.

Image caption چارواکي وايي په ټپيانو کې ولسي وګړي شته

د کندهار د والي وياند وایي له دې امله لږ ترلږه ۱۶ تنه وژل شوي چې څلور یې امنيتي سرتېري دي او ۳۸ تنه نور ټپيان شوي دي.

د نوموړي په وينا په ټپيانو کې ولسي وګړي هم شته.