BBC
 شاته

د البغداي د ژوندي پاتېدو او نوي خطرناک ماموریت نښې نښانې

د انځور حقوق AFP

واشنګټن پوسټ ورځپاڼه:

واشنگټن پوسټ ورځپاڼه وايي نوې رادبره شوې نښې نښانې دا باور پياوړى کوي چې د "داعش مشر ابوبکر البغدادي ژوندى او پر يوۀ نوي خطرناک ماموريت کار کوي".

ورځپاڼه وايي د داعش يوۀ غړي چې د ترکي او عراقي ځواکونو په گډو عملياتو کې نيول شوى ويلي، وروسته له هغه چې عراقي امنيتي ځواکونو د موصل ښار ونيوۀ د داعش مشر د سوريې په دېره الزور ښار کې د خپلو سرقومندانانو يوه غونډه ور وبلله او د دغه ډلې تعليمي نصاب د بيا ليکنې په تړاو يې له هغوى سره سلا مشورې وکړې.

د ورځپاڼې په وينا د داعش د بخت له اوښتو سره سره د ابوبکر البغدادي پام د غورځنگ د فزيکي پاتېدو پرتله د بنسټيزې نظريې پر خوندي کولو ډېر ورټول و.

د داعش دغه غړي په خپل ويډيويي اقرار کې ويلي چې په غونډه کې د تعليمي نصاب چمتوکوونکې جرگه گۍ غړو او د داعش گڼو مشرانو ګډون درلود.

سره له دې چې د ابوبکر البغدادي د وژل کېدو يا سخت ټپي کېدو په تړاو گونگوسې وې خو ترهگرۍ ضد امريکايي چارواکي باوري وو چې نوموړی ژوند دى او په ختيځه سوريه کې د دغې ډلې په ولکه کې د پاتې سيمې د ساتنې لپاره پر اوږد مهالې ستراتېژۍ کار کوي.

ورځپاڼه وايي که څه هم ترلاسه شوي شواهد خواره واره دي او پخلى گران دى خو ترې دا څرگندېږي چې ابوبکر البغدادي ان له خپلو پلويانو ته هم ځان نه څرگندوي چې د هغه د لارويانو شکايتونه يې هم راپارولي دي.

خو د ورځپاڼې په وينا له رپوټونو او اورېدل شويو مکالمو او پيغامونو دا څرگندېږي چې په دې وروستيو کې هغه خپل پام د داسې يوۀ ايډيالوژيک چوکاټ رامنځته کولو ته اړولى چې په عراق او سوريه کې د داعش فزيکي دړې وړې کېدو په حالت هم ژوندى پاتې شي.

د انځور حقوق Getty Images

ډان ورځپاڼه:

پاکستانۍ ډان ورځپاڼې د امريکا د دفاع وزارت وياندې هغه څرگندونې مهمې بللې چې وايي پاکستان بايد ځينې پرېکړې وکړي.

د پنټاگون وياندې ډانا وايت تېره پنجشنبې د افغانستان دې ادعا په تړاو چې گواکې په افغان خاوره کې چاودنو کې پاکستان لاس رسي رسنيو ته ويلي وو موږ په دې باور يوو چې پاکستان يقينا د سيمې امنيت لپاره ډېر څه کولى شي.

آغلې وايټ د نواز شريف وروستيو څرگندونو ته چې گواکې د ممبي په بريد کې نا دولتي عناصرو لاس درلود په اشاره ويلي دا پاکستان لپاره د بدلون ټکى دى، اړ دى چې ځينې پرېکړې وکړي او موږ هيلمن يوو چې د سيمې په خوندي ساتلو کې زموږ شريک يا ملگرى وي.

د انځور حقوق Getty Images

هندوستان ټايمز ورځپاڼه:

هندوستان ټايمز ليکلي چې د چنديگړ پنجاب پوهنتون د افغان او ايراني محصلينو لپاره په زړه پورې دى.

ورځپاڼه وايي په ٢٠١٧ او ٢٠١٨ م کلونو کې دغه پوهنتون او ورسره تړلي کالج کې د شامل شوي بهرنيو محصليونو لوى اکثريت افغانان او يو شمېر ايرانيان دي.

ورځپاڼه وايي د ٤٣١ بهرنيو محصلينو ٢٣٨ يې افغان او ٥٣ يې ايرانيان دي. ورځپاڼه وايي دوى لپاره دا پوهنتون ځکه راښکون لري چې د نورو گاونډيو هېوادونو د پوهنتونو پر تله يې فيس کم دى او هغو محصلينو چې دلته د ډوکټورا تر کچې يې زده کړې کړي په بريتانيا، کاناډا او امريکا کې يې دندې موندلې دي.