BBC
 شاته

"د جلال اباد کرېکټ لوبغالي کې چاودنې پر انسانیت برید دی"

انتونیو ګوتېریش د انځور حقوق AFP
Image caption د ملگرو ملتونو په وينا پاڼه کې راغلي چې پر ولسي وگړو بريد له انساني حقونو او نړيوالو قوانينو زغرده سرغړونه ده چې هېڅ نشي توجيه کېداى.

د ملگرو ملتونو سرمنشي انټونيو گوتېرش د جلال اباد ښار په کرېکټ لوبغالي کې وروستۍ چاودنې غندلې او د ټولو نړيوالو قوانينو خلاف يې بللې دي.

د ننګرهار په مرکز جلال اباد ښار کې د یکشنبې په شپه دريو چاودنو هغه مهال په يوه لوبغالي کې اته کسان ووژل او ۴۳ نور یې ټپیان کړل چې د روژې جام يا رمضان کپ په نامه د کرېکټ سيالۍ روانې وې.

د دغې پېښې پړه داعش پر غاړه اخیستې، په ختیځ ننګرهار کې د دغې ډلې یوې فعالې راډیو د (خلافت غږ) په نامه دغه برید د خپلې ډلې کار ګڼلی.

د ملگرو ملتونو په وينا پاڼه کې راغلي چې پر ولسي وگړو بريد له انساني حقونو او نړيوالو قوانينو زغرده سرغړونه ده چې هېڅ نشي توجيه کېداى.

د دغې ادارې مرستيال وياند فرحان حق وايي ښاغلى گوتېرش د ننگرهار پېښه غندي او ملگري ملتونه ښکېلو غاړو ته بيا ور په زړه کوي چې د ملکي وگړو په خوندي ساتنه کې خپل مسؤوليت پرځاى کړي.

جلال اباد؛ لوبغالي کې ۳ چاودنو ۸ کسان ووژل او ۴۳ ټپیان کړل

د برید عاملین ونیسئ

په همدې حال کې افغانستان لپاره د ملگرو ملتونو ځانگړي استازي تداميچي يماموتو د ننگرهار بريد عامليونو د نيونې او ورته د سزا ورکولو غږ کړى.

د انځور حقوق EPA

د يوناما له لوري خپره شوې وينا پاڼه کې د ښاغلي يماموتو په وينا راغلي:

"دغه بريد سخت په غوسه کړى يم چې د کرېکټ د نندارچيانو- چې ملکي وگړي و- د وژنې او ټپي کولو لپاره په ښه سنجول شوي ډول ځلور بمونه کارول شوي دي."

د افغانستان لپاره د ملگرو ملتونو ځانگړي استازي ويلي، په داسې حال کې چې افغانان د سولې په هڅه کې دي چې ډېره يې اړتيا احساسېږي، بايد پرېنږدو چې دغه راز پېښې د جگړې په مخنيوي کې د پرمختگ لپاره زموږ هوډ کمزورى کړى.

د ملگرو ملتونو د رپوټ پر بنسټ د روان ميلادي کال په لومړي دريو مياشتو کې افغانستان کې ٧٦٣ ولسي وگړي وژل شوي او نژدې يونيم زر نور ټپيان دي.

رپوټ وايي ولسي وگړو ته ډېره مرگژوبله د طالبانو، داعش او نورو حکومت مخالفو ډلو په بريدونو کې اوښتې.