"د غزني اجرستان ولسوالۍ د سقوط په حال کې ده"
د غزني د ولایتي شورا مشره وایي، د اجرستان ولسوالۍ د امنيې قومندانۍ د وسله والو طالبانو لاس ته لوېدلې او د ولسوالۍ مرکز د "سقوط" په حال کې دی.
د غزني د ولايتي شورا مشرې لطیفې اکبري (۲۰ مې) بي بي سي ته وویل، یوازې د ولسوالۍ ودانۍ او هلته ورته نژدې یوه پوځي مرکز کې امنیتي ځواکونه شته او له وسله والو طالبانو سره په جګړه بوخت دي.
د اجرستان ولسوالۍ یوې ځایي سرچینې هم ولسوالۍ ته د طالبانو دننه کېدل منلي دي.
- غزني: پاکستان ته قاچاقېدونکي ماشومان ژغورل شوي
- دولتي ځواکونو د غزني پر دهیک ولسوالۍ د طالبانو برید 'په شا تمبولی'
مېرمن اکبري وایي، "د اجرستان ولسوالۍ ته په خپل وخت د مرستو دنه رسیدلو له کبله اوس دا ولسوالي د سقوط په حال کې ده او هلته طالبانو د سيمه اييزو او ملي پوليسو ۱۲۰ کورونه سوځولي دي".
د نوموړې په وينا له امنيتي ځواکونو اتلس تنه وژل شوي او اته تنه نور ټپيان دي.
د مېرمن اکبري په وينا، "تر پرونه د امنیې له قوماندان سره په اړیکه کې و، خو اوس یې ټلیفون غلی دی او هلته مرسته په خپل وخت ونه رسېده. که دوئ تللي وای نو دا ناورین به په اجرستان کې نه رامنځ ته کېده".
له څو ورځو راهیسې د غزني له اجرستانه د افغان ځواکونو او طالبانو د نښتو راپورونه ورکول کېدل.
طالبانو په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې اجرستان ولسوالۍ تېره شپه د دوی لاس ته لوېدلې ده، خو د غزني والي عبدالکریم متین وایي، ولسوالۍ سقوط نه ده او په خبره یې هلته له افغان ځواکونو سره مرستې ته تازه دمه سرتېري او هوایي مرستې رسیدلي دي.
له تېرو دوو اونیو راهیسې د فاریاب بل چراغ او د بغلان تالا او برفک ولسوالۍ د افغان ځواکونو او طالبانو ترمنځ لاس په لاس شوې.
که د غزني د اجرستان سقوط هم تائيد شي، دا به درېیمه ولسوالۍ وي چې د دو اونیو په ترڅ کې د طالبانو لاس ته لوېږي.