BBC
 شاته

افغانستان کې سېلابونو ۷۱ کسان وژلي

Image caption چارواکي وايي د زیانمنو شویو کورنیو لپاره یې یوه اندازه خوراکي توکي په پام کې نیولي

د افغانستان د پېښو پر وړاندې د مبارزې ادارې وايي، د تېرو څو ورځو سختو اورښتونو له کبله سېلابونو د هېواد په بېلابېلو برخو کې لږ ترلږه ۷۱ کسان وژلي او شپږ ټپیان کړي دي.

د دغې ادارې مرستیال محمد اسلم سیاس بي بي سي ته وویل، څه باندې ۱۴۰۰ کورونه بشپړ او نسبي ویجاړ شوي دي.

د نوموړي په وینا، څاروي لرونکي هم په دې پې‍ښو کې زیانمن شوي او شاوخوا ۶۰۰ څاروي له منځه تللي دي.

ښاغلی سیاس وايي، تر ډېره دغه زیانونه پروان،‌ سمنګان، تخار، کابل، بغلان، هرات او بادغیس ولایتونو کې رامنځ ته شوي.

د انځور حقوق GMIC
Image caption د افغانستان له ۳۴ ولایتونو ۲۱ یې د سېلابونو او ځمکښویېدنې پروړاندې زیان لیدونکي ولایتونه دي.

د نوموړي په وینا، د هېواد په جنوب لوېدیځ بادغیس ولایت کې سېلابونو د نورو ولایتونو پرتله ډېر زیانونه اړولي. دی زیاتوي، د دغه وضیعت د رسېدنې لپاره د زیانمنو شویو لاسنیوي ته پاموړ چمتووالی نه شته.

یاده اداره وايي، د زیانمنو شویو کورنیو لپاره یې یوه اندازه خوراکي توکي په پام کې نیولي او هرې هغې کورنۍ ته به ۵۰ زره افغانۍ ورکړي، چې طبیعي پېښو کې یې د کورنیو غړي له لاسه ورکړي.

افغانستان کې تر ډېره موسمي سېلابونه راوځي چې ډېر کله مالي او ځاني زیانونه اړويي.

د انځور حقوق GMIC
Image caption د افغانستان د پېښو پر وړاندې د مبارزې ادارې مرستیال محمد اسلم سیاس وايي، څه باندې ۱۴۰۰ کورونه بشپړ او نسبي ویجاړ شوي دي

نور اورښتونه د افغانستان د هوا پېژندنې اداره وايي، د روانې اوونۍ تر سې شنبې ورځې به د هېواد په ځینو برخو کې ډېر باران ورېږي. د دغې ادارې مشر سید رضا موسوي بي بي سي ته وویل، دا اورښتونه د مرکزي او شمال ختیځو سیمو د اورښتونو پرتله ډېر سخت وي.

هر کال د فبرورۍ میاشتې وروستیو کې د واورو ویلې کېدو او اورښتونو له کبله سېلابونه راوځي.

د افغانستان له ۳۴ ولایتونو ۲۱ یې د سېلابونو او ځمکښویېدنې پروړاندې زیان لیدونکي ولایتونه دي.