BBC
 شاته

وردګ: د اوسنیو ټاکنیزو حوضو بدلېدل غواړي

د انځور حقوق .

د وردګ ولایت ځینې اوسېدونکو په اعتراضي غونډه کې خبرداری و کړ چې که اوسنۍ ټاکنیزې حوضې بدلې نه شي، دوی راتلونکو پارلماني ټاکنو کې ګډون نه کوي.

د وردګ د شپږو ولسوالیو اوسېدونکو د شنبې په ورځ د دغه ولایت په مرکز میدان ښار کې له حکومت وغوښتل چې ټاکنیزې حوضې کوچنۍ کړي.

په غزني ولایت کې هم له یوې میاشتې راهیسې د ورته غوښتنې لپاره پرلت کېږي.

د غزني یو مدني فعال جمیل وقار وايي، که په دغه ولایت کې ټاکې حوضوي نه شي د تېر په څېر به بیا هم پښتانه ولسي جرګه کې کوم استازی ونه لري.

د ۱۳۸۳ کال د ټاکنو قانون له مخې هر ولایت ته یوه پارلماني ټاکنیزه حوضه پام کې نیول شوې او د ولایتونو دا حوضې د وګړو له مخې په ولسي جرګه کې له ۲ تر ۳۳ څوکۍ لري.

د ولسي جرګې له ۲۵۰ څوکیو ۲۴۰ ولایتونو او لس نورې کوچیانو ته ځانګړې شوې دي.

د دې پلان پلویان وايي، چې ریښتونې استازي، د رایه ور کوونکو او استازو ترمنځ خورا ډېر ښه اړیکي، د ښځو او لږکیو د استازۍ لا ښه والی، د زورواکو د نفوذ کمېدل، د رایو د شمېرلو اسانېدل د دې طرحې ښېګڼې دي.

د انځور حقوق .

خو مخالفان یې وايي، چې د یوې څوکۍ د حوضې پرتله په دا ډول ټاکنیزو حوضو کې ریښتونې استازۍ کمېږي، د حوزو ترمنځ د رایو یو شانوالی کمېږي او ګوندونه به هم کم رول لري.

د ټاکنو کمېسون وايي، چې د ټاکنیزو حوضو د کوچني کولو پلان یې حکومت ته سپارلی او د کابینې له تایید وروسته به خپله پرېکړه اعلان کړي.

خو د ولسمشر مرستیال ویاند شاه حسین مرتضوي وايي، چې حکومت له مالي او تخنیکي پلوه د ټاکنیز کمېسون ملاتړ کوي او نورو برخو کې یې د لاسوهنې حق نه لري.

د افغانستان د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو ټاکنې له درې کلونو ځنډ وروسته د تلې پر ۲۸ کېږي.

ټاکلې ده د ولسمشرۍ ټاکنې هم راتلونکی پسرلی وشي.

د ټاکنیزو حوضو د بدلون جنجال

پر ۱۳۸۹ کال په غزني کې د ولسي جرګې له ټاکنو وروسته د دې حوضو د ټاکلو لپاره سلا مشورې پیل شوې.

په هغو ټاکنو کې د غزني ۱۱ څوکۍ هزاره ګانو وګټلې او له امله یې د پښتنو نوماندانو نیوکه را پورته شوې.

غزني چې د مرکز په ګډون ۱۹ اداري واحدونه لري، درې ولسوالیو کې یو مخ هزاره، یوه ولسوالۍ کې پښتانه او هزاره ګډ او پاتې ولسوالیو کې اکثریت پښتانه ده.

د دغه ولایت مدني فعال جمیل وقار وايي، غزني د پښتنو ډېری سیمې ناامنه دي او که ټاکنې په کوچنیو حوضو بدلې نه شي د تېر په څېر به پښتانه بیا هم ولسي جرګه کې استازي نه لري.

نوموړی وايي، د دې ستونزې د مخنیوي لپاره په غزني کې له یوې میاشتې راهیسې پرلت روان دی او دغو پرلتوالو د خپل غږ اورېدو لپاره تېرو ورځو کې کابل کې هم خبري غونډه وکړه.

ټاکنیز سمون

د انځور حقوق Iec
Image caption دغه کمېسون د ټاکنیزو حوضو د کوچني کېدو طرحه حکومت ته سپارلې ده.

د ټاکنیزو حوضو د بدلېدو غوښتنه چې ډېره شوه، نو د ټاکنیز سمون ځانګړي کمېسون جوړ شو.

په دغه کمېسون سره په دې برخه کې سلا مشورې نورې هم ډېرې شوې او بیا دا مسله د ولسمشر غني کابینه کې را پورته شوه.

نوموړي د ټاکنو د نوي قانون په لاسلیکولو سره په دې برخه کې د پرېکړې حق د ټاکنو کمېسون ته وسپاره.

د ټاکنیزو حوضو کوچني کېدل، یا په یوه څوکۍ بدلول او د اوسني سیستم نه بدلول د دې کمېسون پلانونه یا طرحې وې.

خو وروسته یې د حوضو کوچني کېدلو پلان حکومت ته وسپاره.