BBC
 شاته

شهزاده هري او مېګن مارکل واده وکړ

د بریتانیايي شهزاده هري او امریکایۍ فلمي ستورې مېګن مارکل واده د بريتانيا په وېنزر ماڼۍ کې وشو. لسګونه زره خلک وینزر ښار ته ورغلي وو چې واده په خپلو سترګو او یا پر لویو سکرینونو وګوري.

په مېلمنو کې د بریتانیا د شاهي کورنۍ تر څنګ، د دې هېواد مشهورې څېرې او د هالیووډ مشهور فلمي ستوري لکه جورج کلووني شامل وو.

ټول ټال ۶۰۰ کسان ور بلل شوي وو. د ناوې د کورنۍ لخوا یوازې واده ته د دې مور ورغلې وه. اټکل کېږي چې ټوله نړۍ کې تر یو میلیارد کسانو دا واده په ټلویزیون ښايي لیدلی وي.