BBC
 شاته

ننګرهار کې د کرېکټ پر لوبغالي د بريد قربانيان

د افغانستان په ختیځ ولایت ننګرهار کې د بېګا شپې برید کې د ځینو وژل شویو جنازې وشوې. بېګا شاوخوا ۱۲ بجې د کرېکټ پر لوبغالي درې پرله پسې بریدونه وشول چې لږ تر لږه اته کسان یې ووژل او تر ۵۰ نور یې ژوبل کړل.

په لوبغالي کې د رمضان کپ کرېکټ لوبه کېده. برید کې د دغو سیالیو جوړوونکی هدایت زهیر هم وژل شوی دی. تر اوسه هېڅ ډلې د دې برید مسوولیت نه دی منلی. د ننګرهار ولایتي چارواکي وايي لا هم د دغو بریدونو پلټنې کوي.