BBC
 شاته

د افغانستان دفاع وزیر: "د فراه جګړه مطلقاً د اوبو پرسر جګړه ده"

بهرامي د انځور حقوق .
Image caption ښاغلي بهرامي وویل، د سلما بند له جوړېدو وروسته او د بخش اباد بند د کار لومړي پړاو کې افغان حکومت له یوه نوي 'دښمن' سره مخامخ شو:

پر فراه ښار د وسله والو طالبانو بریدونو د جګپوړو افغان امنیتي چارواکو او د ناټو د پرېکنده ماموریت د قومندان جنرال جان نیکولسن پښې دغه ولایت ته وڅکولې.

دغې غونډې ته د افغانستان دفاع وزیر طارق شاه بهرامي، د ملي امنیت مشر محمد معصوم ستانکزی، د کورنیو چارو وزیر ویس احمد برمک، د بهرنیو ځواکونو د پرېکنده ماموریت مشر جنرال ان نیکولسن، د فراه والي او ځینې نور امنیتي چارواکي ورغلي وو.

پیل کې د افغانستان دفاع وزیر طارق شاه بهرامي د فراه لانجه 'د اوبو پرسر شخړه' وبلله او په نامستقیم ډول یې د فراه د وروستیو بریدونو ترشا د ایران لاسونه وبلل.

څو ورځې وړاندې وسله والو طالبانو د فراه پر ښار بریدونه وکړل او د ښار ځینې برخې یې د لنډې مودې لپاره ونیولې.

ښاغلي بهرامي وویل، د سلما بند له جوړېدو وروسته او د بخش اباد بند د کار لومړي پړاو کې افغان حکومت له یوه نوي 'دښمن' سره مخامخ شو:

"دوستانو وویل، د فراه جګړه مطلقاً د اوبو پرسر جګړه ده. کله چې د سلما بند جوړ شو او د بخش اباد پر بند لومړني کارونه پیل شول، موږ له دښمنۍ سره مخامخ شوو. خو دا زموږ قانوني حق دی چې خپلې اوبه مهار کړو او له خپلو سرچینو ګټه واخلو."

فراه ښار کې تېره شپه طالبانو بیا جګړه کړې

د فراه طالبان؛ د ایران وچکالي او د افغانستان ناامني

طالبان له یوې ورځې ولکې وروسته له فراه ښار ووتل

د فراه طالبان؛ د ایران وچکالي او د افغانستان ناامني

دفاع وزیر وویل، دا مهال د افغانستان په ۱۵ ولایتونو کې درنې جګړې روانې دي چې امنیتي ځواکونو ته پکې مرګ ژوبله اوړي.

ښاغلي بهرامي وویل، د پرېکنده ماموریت قومندان جنرال نیکولسن ژمنه ورسره وکړه، چې تر راتلونکې جون او جولای میاشتو پورې به افغانستان ته ۵۰ نورې نوې بلک هاک الوتکې ورکړل شي.

د افغانستان د کورنیو چارو وزیر ویس احمد برمک وویل، د فراه ولایت امنیت ته یې پام ډېر دی، د پولیسو په لیکو کې یې هلته بدلونونه راوستلي دي.

د انځور حقوق .
Image caption څو ورځې وړاندې وسله والو طالبانو د فراه پر ښار بریدونه وکړل او د ښار ځینې برخې یې د لنډې مودې لپاره ونیولې.

ده وویل، هغو امنیتي ځواکونو ته به سزا ورکړل شي، چې د فراه د جګړو پرمهال یې وظیفوي غفلت کړی او پرې ثابت شوی دی.

د افغانستان د ملي امنیت مشر محمد معصوم ستانکزي وویل، تر ۲۰۱۴ کال پورې انګېرنه دا وه چې د بهرنیو ځواکونو تر وتلو وروسته به جګړه ختمه شي، خو داسې ونه شول، له فراه او سیمې بهرني ځواکونه ووتل، خو جګړه ختمه نه شوه:

"دا د ګټو جګړه ده، دا له محمود سره د احمد جګړه نه ده، دا د هغې لویې جګړې یوه برخه ده چې افغانستان یې تل قرباني شوی. موږ باید د خپلو هېوادنیو ګټو دفاع وکړو. که تمه دا وي چې دا جګړه د عسکرو، توپونو او الوتکو په مټ مهارېږي، دا ناممکنه ده''.

د بهرنیو ځواکونو عمومي قومندان جنرال جنرال جان نیکولسن غونډې ته وویل، د روژې په میاشت کې دښمن د سیمې د ځینو ګاونډیو هېوادونو په ملاتړ د روژې پیل کې پر تاسو برید وکړ.

که څه هم نوموړي د کوم هېواد نوم وانخیست، خو فراه له ایران سره سره اوږده پوله لري.