عرفان خان له دوو مياشتو وروسته پر ټوېټر څرګند شوی
د باليووډ مشهور فلمي ستوری عرفان خان له نژدې دوو مياشتو وروسته د چارشنبې په ورځ پر ټوېټر بيا را څرګند شوی.
په مارچ مياشت کې عرفان خان ويلي و چې په نيورونډ کراين ټيومر ناروغۍ اخته دی. د راپورونو له مخې نوموړی اوس په بريتانيا کې تر درمنلې لاندې دی.
دا ځل عرفان خان د خپل راتلونکي فلم په اړه چې د اګست پر ۱۰ راوځي ټويټ کړی دی.
عرفان خان تراوسه په سلم ډاګ ميليونر، لايف اف پای، جوراسک ورلډ او دي امېزېنګ سپايډرمن په څېر له ۱۰۰ زياتو باليووډ فلمونو کې هم کار کړی دی.
پر ټولنيزو رسنيو د عرفان خان بيا راښکاره کېدو له امله يې مينه وال ډېر خوشاله دي، ګڼو کسانو نوموړي ته پر ټوېټر ښه راغلاست ويلي او د ښې روغتيا غوښتنه يې ورته کړې ده.
نيورونډوکراين ټيومر داسې ناروغي ده چې د انسان په بدن کې حجرې اغېزمنوي او د بدن نور برخو ته هم غځېدلی شي.
عرفان خان د مارچ پر شپږمه نېټه ټوېټر پيغام کې ویلي وو، چې په ناروغۍ اخته دی خو هغه وخت يې په اړه نور معلومات نه وو ورکړي.
عرفان خان په ۲۰۱۳ کال کې د کانز فلم فيسټيوال پر مهال د لنچ باکس فلم لپاره د خلکو د خوښې ايوارډ ترلاسه کړی و. دا يوزاينی هندی فلم و چې هغه کال د لندن فلم فيسټيوال لپاره هم غوره شوی و.
پر دې سربېره، عرفان خان په ۲۰۱۳ کال کې د ملي فلم ايوارډ هم ګټلی دی.