ټاکنو کمېسیون: یوازې په اصلي تذکرو د رایه ور کوونکو نوملیکنه اعتبار لري
د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون وايي، په راتلونکو ټاکنو کې پر شرایطو برابر رایه ور کوونکي یوازې په اصلي تذکرو نوملیکنه کولی شي.
کابو یوه اونۍ وړاندې د ټاکنو کمېسیون اعلان وکړ چې رایه ور کوونکي کولای شي د اصلي تذکرې پر کاپۍ هم نوملیکنه وکړي.
د ټاکنو کمېسیون د خپلې پرېکړې د بدلانه لامل په هېواد کې د وسله والو مخالفانو د امنیتي ګواښونو په اړه د یو شمېر افغانانو اندېښنې په ګوته کوي.
یو شمېر افغان رایه ور کوونکي اندېښنه لري چې پر اصلي تذکرو به یې د ټاکنو کمېسیون له خوا د ور نښلول کېدونکي سټیکر په لیدو به د دولت مخالفان خطر ور پېښ کړي.
خو د ټاکنو کمېسیون له خوا د دغه تصمیم تر نیولو وروسته پر حکومت دا نیوکه کېده چې ګویا د ولسمشر په غوښتنه او په ټاکنو کې درغلیو ته لارې هوارولو په پار دغه پرېکړه شوې ده.
* د رايو ورکولو لپاره د نومليکنې موده وغځول شوه
* د افغانستان ټاکنو کمیسیون: پارلماني ټاکنو کې به ګډون لوړ وي
* "ولسمشریزې ټاکنې به له اساسي قانون سره سمې یو کال وروسته کېږي"
د حکومت اجرایوي مشر عبدالله عبدالله هم وویل، د ټاکنو پر کمېسیون فشار راوړل د منلو نه دي او د ټاکنو کمېسیون د دارالانشاء چارسمبالې شهلا حق د دې پرېکړې په غبرګون کې له خپلې دندې استعفا ور کړه.
دمګړۍ د ټاکنو کمېسیون پر یاده پرېکړه بیا غور کړی او ویلي دي، یوازې د نوملیکنې پر اصلي تذکرو به سټیګرونه ونښلول شي.
دغه کمېسیون زیاته کړې، هغه کسان چې امنیتي اندېښنې لري او پر اصلي تذکره یې سټیکر ستونزه پېښوای شي، نو دوی د نفوسو د ثبت له ادارې سره هوکړه کړې چې نوې تذکره (مثنی) ور کړي.
د ټاکنو کمېسیون دا خبره هم کړې چې تر دمګړۍ ور سره ۲ میلیونو رایه ور کوونکو نومونه لیکلي او د نوملیکنې بهیر به د راتلونکې وږي یا جوزا میاشتې تر دوهمې دوام وکړي.
پتېیل شوې چې د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو ټاکنې، تر درې کلن ځنډ وروسته، د راتلونکې تلې یا مېزان میاشتې په ۲۸مه وشي.
په افغانستان کې د ۲۰۱۴ کال ولسمشریزې ټاکنې د دغه هېواد تر ټولو لانجمنې ټاکنې وې، بالاخره یې د امریکا د وخت د بهرنیو چارو د وزیر جان کیري په منځګړتوب د ملي وحدت حکومت د رامنځته کېدو لامل شوې.