امریکا او ځینو عرب هېوادونو د حزب الله پر مشرانو بندیز لګولی
د امریکا مالیې وزارت او ځینو عربي هېوادونو د لبنان شیعه حزب الله ډلې پر مشر سید حسن نصرالله او د ګوند پر ځینو نورو جګپوړو غړو بندیزونه لګولي.
د امریکا مالیې وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، په بندیزونو کې د نصرالله مرستیال نعیم قاسم او د سیاسي شورا مشر ابراهیم امین السید او د ګوند د شورا د تصمیم نیونې مشر محمد یزبک او د نصرالله د سیاسي چارو مرستیال حسین الخیل هم شامل دي.
په تېره فبرورۍ میاشت کې امریکا د حزب الله مالي څانګې پر شپږو کسانو او ددغې ډلې پر اړوندو اوو مالي مؤسسو هم بندیزونه لګولي وو.
په سپینه ماڼۍ کې یوه جګپوړي چارواکي ویلي، د بندیزونو موخه یې دا ده چې د ایران له خوا دغې ډلې ته په کال کې د هغو ۷۰۰ میلیون ډالرو ورکړه ودروله شي، چې په نړۍ کې یې د عملیاتو او فعالیتونو په موخه حزب الله ته ورکوي.
سرچینه وايي، د ټرمپ اداره د حزب الله ډلې پروړاندې خپل سیاست بدلوي.
"امریکا پر ایران او حزب الله مالي بندیزونه لګوي"
ټرمپ او ماکرون د ایران او حزب الله پروړاندې د مبارزې 'هوکړه' کړې
پر امریکا سربېره، سعودي عربستان، بحرین، کویت، عمان، قطر او متحده عربي اماراتو هم د حزب الله پر جګپوړو مشرانو بندیزونه لګولي.
امریکا تېر کال د "د ترهګرو د مالي سرچینو پروړاندې د مبارزې" په نوم یو مرکز پرانیست.
امریکا دا بندیزونه وروسته تر هغه لګولي، چې د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ له ایران سره له لاسلیک شوې اتومي هوکړې د وتلو اعلان وکړ. وروسته امریکا دوه ځلې د ایران پر ځینو وګړو، ایراني شرکتونو او همدارنګه ددغه هېواد د ملي بانک پر مشر بندیزونه ولګول.