BBC
 شاته

وسله والو طالبانو برايي شپه بیا پر فراه ښار برید کړی

په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.
فراه له جگړې وروسته

د افغانستان په لوېدیځ کې د بي بي سي خبریال وايي، تېره شپه یوځل بیا وسله والو طالبانو پر فراه ښار بریدونه وکړل، چې سهار مهال وضعیت بېرته له جګړه ییز حالته ووت.

طالبانو تر هغه یوه ورځ وروسته دا برید کړی، چې دوې ورځې وړاندې په یوه پراخ برید کې دواړو غاړو ته درنه مرګ ژوبله واوښته.

فراه والي بصیر سالنګي د بي بي سي محفوظ ذبیدي ته [ګهیځ ۹:۳۵] بجې وویل "اوس فراه ښار کې وضعیت بیخي ارام دی."

د فراه مرکز کې ځینو اوسېدونکو بي بي سي ته وویل، تېره شپه ۱۱ بجې جګړه ډېره سخته وه او د امنیې قومندانۍ، محبس او ځینو نورو برخو جګړه پیل شوه، چې بیا وروسته د ښار نورو سیمو ته ولېږدېده.

جګړه د سهار تر درو بجو سخته وه، چې د فراه پر فضا د غوڅ ماموریت ځواکونو چورلکې هم چورلېدې، چې د اوسېدونکو په وینا، لږترلږه درې ځلې یې د بمباریو غږونه اورېدلي.

تر اوسه کومې بې پرې سرچینې لا نه دي ویلي چې ایا طالبان ددویم ځل لپاره بیا فراه ښار ته ننوتي او که نه.

افغان دولت وايي، فراه ښار کې یې چاڼیز عملیات کړي، خو ښکاري چې دولت د فراه شاوخوا هغو سیمو ته د تګ زړه نه ښه کوي، چې ناامنه دي او طالبان پکې ډېر نفوذ لري.

د فراه یوه ځايي اوسېدونکي بي بي سي ته وویل، ګهیځ شاوخوا اته بجې طالبان فراه ښار کې د پوهنې ریاست ته څېرمه لیدل شوي.

وړمه شپه ویل شوي وو، چې له هرات او کندهاره ځانګړي پولیس او کوماندو ورغلي، خو رسمي سرچینو لا په دې اړه څه نه دي ویلي.

وړاندې طالبانو ویلي وو، له فراه ښار یې تاکتیکي شاتګ کړی دی.

د فراه طالبان؛ د ایران وچکالي او د افغانستان ناامني

طالبان له یوې ورځې ولکې وروسته له فراه ښار ووتل

د فراه والي: له وسلوالو طالبانو سره نوې روسۍ وسله ده

د چهار شنبې په سهار د فراه په مرکزي چوک کې د فراه والي بصیر سالنګی د خپلو ساتونکو سره په پوځي جامو کې څرګند شو.

نوموړي د بي بي سي خبریال محفوظ ذبیدي ته وویل، چې وسلوال طالبان له ښار اېستل شوي دي او ښار ارام دی.

که څه هم د فراه والي وايي، په دې جګړه کې تر ۳۰۰ وسلوال طالبان وژل شوي دي، خو وسلوال طالبان د بصیر سالنګي دغه ادعا ردوي او وايي، یواځې ۹ وسلوال یې وژل شوي او ۱۱ ټپیان دي.

بصیر سالنگی وايي په دې جګړې ۲۵ افغان سرتېري وژل شوي او ۱۰ ټپیان دي.

مګر طالبان وايي، ۶۳ افغان سرتېري یې وژلي دي.

طالبانو ته د فراه اهمیت

د انځور حقوق Getty Images
Image caption ویل کېږي چې د څنګلورو ولایتونو وسلوال طالبان هم د دې برید لپاره فراه ته تللي.

ځايي خبریالان وايي ، تېره شپه یې فراه هوايي ډګر کې لویې الوتکې ولیدلې چې ځواکونه یې کوزول.

دوی وایي تازه دم سرتېري دغه ولایت ته رسېدلي، خو معلومه نه ده چې دا ځواکونه چېرته ځای په ځای شوي دي.

فراه د افغانستان په لوېدیځ کې پروت ولات دی، چې له څو میاشتو راهیسې ناامني پکې ژیاته شوې ده.

په ولسي جرګه کې د فراه ځینې استازو خبرداری هم ور کړی و چې ممکن طالبان د ولایت مرکز ونیسي.

د فراه پخواني والي محمد عارف شاه جهان هم څو میاشتې مخکې بي بي سي ته ویلي و چې په دغه ولایت کې تر څلور زرو وسلوال شته.

هغه اندېښنه ښودلې وه چې وسلوال غواړي دا ولایت ونیسي او بیا یې د اکمالاتي لارې په ډول د ټول افغانستان لپاره وکاروي.

د انځور حقوق .

ویل کېږي چې د څنګلورو ولایتونو وسلوال طالبان هم د دې برید لپاره فراه ته تللي.

خو ځايي خلکو له طالبانو سره داسې وسلوال هم لیدلي چې په بهرنیو ژبو یې خبرې کولې.

فراه له ایران سره ۳۰۰ کیلومتره ګډه پوله لري.