BBC
 شاته

فراه له جگړې وروسته

افغان ځواکونو د امریکايي هوايي ځواک په مرسته طالب وسله وال د افغانستان په لویدیځ کې له فراه ولایته په شا کړي خو طالبان وايي چې دوی خپله ښار پریښی. افغان چارواکي وايي چې هلته ۳۰۰ طالب وسله وال او ۲۵ افغان سرتیري وژل شوي، طالبان بیا د ۶۳ افغان سرتیرو او ۹ طالبانو د وژل کیدو خبره کوي. له جګړې وروسته نور حال د محمد قاضي زاده په دې رپوټ کې.