BBC
 شاته

پاکستان کې د هکرانو هڅې

د امنسټي انټرنشل یا بښنې نړیوال سازمان یو نوی رپوټ وايي، په پاکستان کې هکرانو د بشري حقونو څو فعالان په نښه کړې دي او هڅه یې کړې ده چې ایمېلونه او د موبایل معلومات یې تر لاسه کړي.

په رپوټ کې د هغو بریدونو خبره شوې ده چې د جعلي فېسبوک اکونټونو یا په ایمیل کې د وایرس لېږلولو له لارې شوې دي. له هغو فعالانو چې هکرانو په نښه کړي دي، یوې یې له بي بي سي سره خبرې وکړې او وايي په دې باور ده چې تر شا یې استخباراتي ډلې لاس لري خو هغوی پر دې ادعاو څه نه دي ويلي.

دا رپوټ د بي بي سي خبریال سکندر کرماني دی چې حفیظ الله معروف یې وړاندې کوي.