BBC
 شاته

"اسلامي دولت" ډله په لیبیا کې له سرت ښار وروسته نور څه لري؟

Image caption "اسلامي دولت" ډله د ۲۰۱۵ کال په جون کې هغه مهال پر سرت بشپړ واکمن شوه

د "اسلامي دولت" نومې ډلې یا داعش وسله وال په لیبیا کې له مرکزي سمندرغاړي ښار سرت څخه چې د دوی تر ټولو مهم مرکز و، یو مخ د شاتګ په درشل کې دي.

د ملګرو ملتو په لاس جوړ شوي د لیبیا د ملي وفاق حکومت سره تړلو وسله والو ډلو له سرت ښار د داعش د ايستلو او پر دغه ښار د ولکې ټینګولو لپاره په مۍ میاشت کې عملیات پیل کړل.

د امریکا متحده ایالتونو له تازه پیل شوي هوايي ملاتړ سره د اورپکو د شړلو لپاره دا جګړه ډېرې لاسته راوړنې لري.

جهادیان یې زیانمن کړي، خو په هېواد کې یې د دوی شتون ته د پای ټکی اېښودلی نه دی.

د سرت بایلل ولې مهم دي؟

د سرت بایلل د دې ډلې د انځور لپاره لوی زیان دی. "اسلامي دولت" په خپله پروپاګندا کې بیا بیا د دې ښار ستانیه کړې چې لوېدیزې اروپا ته نږدې پروت دی او په عراق او سوریه کې د عملیاتو له اصلي سیمو بهر ورته کلیدي حیثیت لري.

"اسلامي دولت" د سرت ښار کلیدي ودانۍ پر خپلو ادارو او بندونو بدلې کړې، ځايي راډیو هم د خپلې پروپاګندا لپاره کاروي.

دا ښار چې د لیبیا د پخواني مشر معمر قذافي زېږنځی هم و، "اسلامي دولت" نومې ډله یې د لیبیا د تېلو خورا بډایه سیمې ته نږدې کړې ده.

"اسلامي دولت" په لیبیا کې نور مهم مرکزونه هم لري؟

نه، خو دا ډله لا هم د دغه هېواد په نورو ځایونو کې شته.

Image copyright AFP
Image caption په لیبیا کې د "اسلامي دولت" د وسله والو د شمېر په هکله کره شمېرې نشته، خو اټکل دا دی چې دا ډله په دغه هېواد کې تر ۵۰۰۰ پورې وسله وال لري

د داعش وسله وال له ډېر وخت راهیسې د لیبیا په دویم ښار بن غازي کې له نورو ځواکونو سره ډېر وخت جنګېدلي دي. په دې وروستیو کې یې د دې ښار په لوېدیزو برخو کې څو بریدونه هم وکړل.

"اسلامي دولت" ډله د ۲۰۱۵ کال په جون کې هغه مهال پر سرت بشپړ واکمن شوه، چې سیالې او القاعده پورې تړلې ډلې د لیبیا په ختیځ کې له خپل لومړني مرکز درنه وشاړه.

په لیبیا کې "اسلامي دولت" څومره وسله وال لري؟

په لیبیا کې د "اسلامي دولت" د وسله والو د شمېر په هکله کره شمېرې نشته، خو اټکل دا دی چې دا ډله په دغه هېواد کې تر ۵۰۰۰ پورې وسله وال لري او باور دا دی، چې ډېری یې په سیرت کې ځای پر ځای شوي و.

اوس به ښايي "اسلامي دولت" څه کوي؟

د شاتګ په حال کې داعش ډله ممکن په لومړیو کې ډاګي(دښتي) سیمو ته ووځي او پخواني تکتیک ته مخه کړي.

د درنه له بایللو مخکې د لیبیا په مهمو ښارونو طرابلس او بن غازي په پرلپسې چاودنو سره دې ډلې ځان ته خپل ځای پیدا کړ.

او اس هم په سرت کې د جګړې په بایللو سره خپل مقاومت کوي، دا ډله بیا د بریدونو په ډول ځانمرګې حملې کوي.

Image copyright AFP

دوی په راتلونکي کې چېرته ځي؟

ځینې کسان باوري دي چې د "اسلامي دولت" جنګیالي ښايي په جنوب کې لرې پرتو سیمو ته لاړ شي. که دوی دا لار غوره کړي، نو د ساحل – الصحرا سیمې ته به ورشي، چې نور جهادیان په کې دي او نسبتاً ازاد فعالیت کوي.

"اسلامي دولت" ته د لیبیا اهمیت په دې معنا دی، چې ښايي وسله وال په کې بیا منظم او د دې هېواد په یوه بله برخه کې څرګند شي، د ځمکې د نیولو هڅه وکړي او د یوې سترې لاسته راوړنې په ډول یې ننداره کړي.

د پخواني مشر معمر قذافي یو بل مرکز بن ولید د "اسلامي دولت" وسله والو ته یو بل غوراوی دی. ځايي رسنیو په وروستیو کې د دغه ښار په جنوب ختیځ کې د داسې سړک د بمبارولو خبره وکړه چې د رپوټ له مخې د "اسلامي ډولت" ډلې وسله والو "ډېر کاراوه"

وسله وال ښايي په دغه ښار او د بن غازي شاوخوا د خپلو ځواکونو د پیاوړي کولو هڅه وکړي.

یا هم ښايي دوی په لوېدیځ کې د صبراته په لور وخوځېږي، چېرته چې لوی روزنځي هم پيل کولی شي.

خو دا سیمه به ورته په زړه پورې نه وي، ځکه په فبرورۍ کې هم امریکا په هوايي بریدونو کې په نښه کړې وه.

بل غوراوی یې هم اجدابیا دی چې د سرت او بن غازي ترمنځ پرته دی او پخوا هم دا ډله په کې وه. دلته که څه هم دوی په القاعده پورې تړلو سیالو ډلو او د طبرق پارلمان د لیبیا ملي پوځ سره مخ کېدلی شي.

خو په داسې حال به دا ډله د سیمو نیول غواړي، چې ممکن د لاسته راوړلو لپاره به یې د امریکا له هوايي بریدونو او ډېر فشار سره مخ وي.