BBC
 شاته

کابل کې د امریکایي پوهنتون فعاليتونه پيل شول

Image copyright arg
Image caption افغان ولسمشر اشرف غني کابل کې له امريکايي پوهنتون ليدنه کړې

د افغانستان امریکايي پوهنتون مشر مارک انګلش د افغان ولسمشر اشرف غني سره په ليدنه کې ويلي چې د دغه پوهنتون د ماسټرۍ دورې زده کړې نن شبنې بيا پيل شوې.

د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ هم اعلان کړی چې محمد اشرف غني نن سهار (۲۷ اګست) کابل کې له امريکايي پوهنتون ليدنه کړې ده.

پر دغه پوهنتون د تېرې چهارشنبې ورځې بريد کې د اوو محصلينو په ګډون ۱۳ تنه وژل شوي وو.

د پوليسو په وينا د امنيتي ځواکونو او دوو ځانمرګو بريدګرو تر منځ نژدې ۱۰ ساعته نښتې دوام درلود.

د دغه پوهنتون مشر مارک انګلش له ولسمشر اشرف غني سره د لیدو پر مهال وویل، په امریکايي پوهنتون کې د ماسټرۍ دورې د درسونو بیا پیلېدل "ترهګرو ته دا روښانه پیغام لري چې افغانان د دوی له ترهګریزو بریدونه وېره نه لري بلکې غواړي د ښو زده کړو په تر لاسه کولو د خپل هېواد راتلونکی روښانه کړي".

Image copyright arg
Image caption پر دغه پوهنتون د تېرې چهارشنبې ورځې بريد کې د اوو محصلينو په ګډون ۱۳ تنه وژل شوي وو

د پوهنتون یوه استاد او بنسټ ایښودونکي شریف فایض وویل "دغه پوهنتون به هېڅکله هم و نه تړل شي."

درې ورځي مخکې کابل کې پر امریکایي پوهنتون وسلوال برید شوی و چې په پایله کې یې د دې پوهنتون د یوه استاد او ۷ محصلينو په ګډون ۱۳ کسان ووژل شول او ۴۵ نور نور ټپیان شول چې ډیری ټپیان یې محصلین وو.

ولسمشر غني د نابينايانو له هغه روغتون هم ليدنه وکړه چې په دغه بريد کې يې زيان ليدلی و او ژمنه يې وکړه چې د دغو دواړو روزنيزو مرکزونو د بيا فعالولو لپاره به ډېرې هڅې وکړي.

Image copyright arg

نوموړي وويل "ټول ملت او دولت د زده کړو پر مرکز د بريد له امله خواشينی دی، خو ترهګر او د دوی ملګري دې پوه شي چې موږ د افغانستان د بيا جوړولو او د دښمنانو له منځه وړلو کې يې همغسې اراده قوي لرو".

ولسمشر غني امنيتي ارګانونو او ملي امنيت ته امر کړی چې د دغې پېښې له څېړنې وروسته کلک امنيتي تبديرونه ونيسي.