BBC
 شاته

د اکبر بګټي له وژنې وروسته 'ویجاړی ډېر شوی'

Image copyright Getty
Image caption د بلوڅانو مشر اکبر بګټي چې د پاکستان د پخواني ولسمشر او پوځي مشر جنرال مشرف د واکمنۍ پرمهال په عملیاتو کې ووژل شو.

په پوځي عملیاتو کې د بلوڅ مشر اکبر بګټي د وژنې یوه لسیزه پوره شوه، خو د هغه له وژنې وروسته چې په بلوچستان کې د ناامنیو کومه لړۍ رامنځ ته شوې وه، اوس هم تر ډېره حده موجوده ده.

د ۲۰۰۶ کال د اګسټ پر ۲۶ د تراتاني په غرنۍ سیمه کې چې سردار اکبر بګټي ووژل شو، پر امنیتي ځواکونو او حکومتي تاسسیاتو بریدونه که ډېر شوي، نو پر هغو ولسي خلکو هم بریدونه ډېر شوي ، چې د پاکستان له نورو سیمو ورغلي دي.

که څه هم چارواکي د حالاتو د ښه والي دعوه کوي، خو نه دا چې د ناامنۍ پېښې کله لږ او کله ډېرې وي، بلکې د اسانتیاوو له کمي سره لاس او ګرېوان بلوچستان کې د امن او ټیکاو په برخه کې لګښتونه هم زیاتېږي.

د پاکستان دوه ستر ګوندونه پیپلز او (ن) لیک په بلوچستان کې دغه حالت د مشرف د حکومت د پالیسو زیږنده بولي، خو ملتپال ګوندونه وايي، پر ۲۰۰۸ کال د مشرف د واکمنۍ له پای ته رسېدلو وروسته که حکومت بدل شوی، خو په بلوچستان کې د هغه وخت پالیسۍ بدلې شوې نه دي.

دوی ادعا کوي، په دغه صوبه کې په شکنجې سره د وژل شویو کسانو د پیدا کېدو لړۍ په ۲۰۰۸ کال پیل شوې او اوس هم روانه ده.

د بلوچستان د حکومتي سرچینو له مخې، له ۲۰۱۰ کال راهیسې تراوسه شاوخوا د زرو شکنجه شوو کسانو مړي پیدا شوي، خو د دوی اپوټه د ورکو شویو کسانو د خپلوانو ډله یا د ورکو بلوڅانو لپاره غږ(وایس فار بلوچ میسنګ پرسنز) دا شمېر څو زره ښيي.

Image caption په بلوچستان کې چارواکي وايي، د ملي عمل پلان له مخې په دغه صوبه کې وضعیت ډېر ښه شوی دی.

په بلوچستان کې نامتو شنونکی سلیم شاهد وايي، د اکبر بګټي وژنه په بلوچستان کې د خراب حالت د لا خرابېدو لوی لامل دی:

" اصلاً په ۲۰۰۲ کال په بلوچستان کې هغه وخت حالات خرابېدل پیل شول، کله چې د قاضي نواز مري د وژنې په لړ کې نواب خیر بخش مري ونیول شو، خو بیا هم هغه وخت حالات دومره خراب نه و."

د هغه په خبره، کله چې اکبر بګټي په پوځي عملیاتو کې ووژل شو، نو د وخت په تېرېدلو سره وضعیت نور هم خراب شو.

د سلیم شاهد په وینا، په ډېره بګټي د استوګنې پرمهال اکبر بګټي کله هم له خبرو اترو نټه نه وه کړې، هغه پوهېده چې د خبرو له لارې هم ستونزې هوارېدی شي، خو له هغه وروسته چې کوم وضعیت راغلی، حکومتونو هڅه کړې، حکومت دا هم وايي چې د خبرو له لارې ستونزې اوارول غواړي، خو زه فکر کووم هغسې جدي هڅې نه کیږي چې له امله یې د مسلو هواري کې پرمختګ هم نه راځي.

په بلوچستان کې د حالاتو د ښه والي لپاره د مذاکراتو دعوې شوې، خو کوم څرګند پرمختګ پکې ونه شو.

د سلیم شاهد په باور، هغه ټول مهم لوبغاړي چې د خبرو په پایله کې کوم پرېکړه کولی شي، په یوه خوله نه دي، د دواړو لورو ترمنځ بې باوري هم شته، چې د هغوی ترمنځ باور پیدا کول خورا مهم دي.

Image caption سلیم شاهد وايي، حکومت د مذاکراتو خبرې کوي، خو تراوسه دا ډول خبرې جدي نه دي.

خو د بلوچستان د کورنیو چار وزیر سرفراز بګټي د سلیم شاهد نظر نه مني او وايي، د خبرو په پایله کې د تښتېدلیو کسانو دویم پوړ مشرانو وسله والې هڅې پرېښودلې او په ملي چوکاټ کې شاملیږي.

بلوڅ ملتپال دا هم وايي، چې په ۲۰۱۴ کال د ملي پلان له اعلان وروسته په بلوچستان کې عملیات نور هم چټک شوي دي، ملتپال دعوه کوي چې کومو کسانو حکومت نه مانه، نه یواځې له نهو زرو ډېر یې نیول شوي، بلکې اوس یې پر توندو ملتپالو په ولسواک ډول د غږ پورته پر کولو لارې هم تړلې دي.

چارواکي وايي، د ملي پلان له مخې د هڅو په نتیجه کې په بلوچستان کې وضعیت ډېر ښه شوی دی.

اعلی وزیر ثناء الله زهري وايي"د پخوا په پرتله په بلوچستان کې ۹۵ سلنه وضعیت ښه شوی دی."

ځینې شنونکي په دې نظر دي چې د نواب بګټي او له هغه وروسته د ځینې نورو بلوڅ مشرانو په وژنه پسې په بلوڅ مېشته سیمو کې چې کومه خوابدي پیدا شوې، تراوسه بلوچستان د هغې له اغېز خلاص شوی نه دی.

Image copyright BBC World Service
Image caption د بلوچستان په بلوڅ مېشتو سیمو کې د پاکستان د امنیتي ځواکونو په ضد وخت ناوخت بریدونه کیږي.