BBC
 شاته

د سولې دفاع هڅې

دوه پخواني غليمان اوس د داسې نازکې سولې دفاع کې، چې اندونيزيا کې د ديني شخړې مخنيوی کوي. سلګونه ماشومانو د اندونيزيا تر ټولو ناوړه ديني شخړه کې وسلو پورته کولو ته مخه کړې وه، چې ۱۹ کاله مخکې مولوکا ټاپوګانو کې پيل شوې وه. د دغې جګړې تر ټولو ناوړه وخت، چې له ۱۹۹۹ نه ۲۰۰۲ کال پورې درې کلنه موده بلل شوې، ۵ زره کسان په کې ووژل شول او نيم ميليون نور په کې له خپلو کورونو او مېنو وتلو ته اړ شول. اوس بيا امبون ټاپو کې دوه پخواني غليمان د يوې نازکې سولې د ساتلو پر دفاع بوخت دي.