BBC
 شاته

د مېندورارۍ پر مهال د شکرې رنځ په اړه د پوهاوي زياتوالی څومره مهم دی؟

د بريتانيا يوې خيريه روغتيايي ټولنې د ميندوارۍ پر مهال د شکرې وبايي ناروغۍ خبرداری ورکړی دی. د مېندورارۍ پر مهال د شکرې ناروغۍ له امله ماشومان د مېندو رحم کې ډېر غټېږي، چې د زېږون پر مهال مېندو ته سختۍ او د پري اېکلامپسيا په نامه حالت په څېر روغتيايي ستونزې جوړوي او که کومه مور دا حالت ولري، ماشومان يې بيا شپږ ځله ډېر ښايي د شکرې پر ټايپ ۲، يا دویمه بڼه ناروغۍ اخته شي.