BBC
 شاته

منظور پښتین: پوځ موږ ته یو څه، رسنیو ته بل څه وايي

منظور
Image caption پر سه شنبه په پېښور کې د پاکستاني پوځ فرقه مشر ډګرجنرال نذیر احمد بټ ویلي و، چې د پښتون ژغورنې غورځنګ ځينې غوښتنې به ومني.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین وايي، د پاکستان پوځ له دوی سره خبرو او ژمنو کې یو څه وایي او له رسنیو سره يې خبرو کې هر څه اپوټه وي.

ښاغلی پښتین وايي، د یوې جرګې په منځګریتوب پوځ ورته د لاهور تر ولسي غونډې څلور ورځې وړاندې ځينې ژمنې کړې وې، خو لا يې پلي کړې نه دي.

پر سه شنبه په پېښور کې د پاکستاني پوځ کور کمانډر یا فرقه مشر ډګر جنرال نذیر احمد بټ له ځايي خبریالانو سره خبرو کې ویلي و، چې د پښتون ژغورنې غورځنګ ځينې غوښتنې به ومني او که منظور پښتین غصه هم وي، بیا به يې هم اوري. ښاغلي بټ ویلي و، د پښتون ژغورنې غورځنګ له مشرانو سره به خبرې کوي او د دوی غوښتنې به اوري.

د پښتون ژغورنې غورځنګ بنسټګر منظور پښتین ددې په ځواب کې له بي بي سي پښتو سره خبرو کې وویل، د دوی ولسي غونډې د همدې لپاره دي، چې پوځ له دوی سره خبرو ته اړ کړي او غوښتنې يې ومنل شي. خو د ښاغلي پښتین په خبره لاهم د پاکستاني پوځ خبرې له دوی سره یو ډول او له رسنیو سره بل ډول دي.

Image caption په لاهور کې د پښتون ژغورنې غورځنګ غونډې کې خلکو د خپلو ورکو شویو عزیزانو عکسونه لېږدول.

منظور پښتین وايي، د پنجاب په لاهور کې ددوی تر ولسي غونډې څلور ورځې وړاندې د ځينو قبایلي مشرانو په استازيتوب یوه جرګه کې پوځ له دوی سره ژمنه کړې وه، چې پر دوی به تشدد نه کوي او غونډې ته به يې پرېږدي. ښاغلی پښتین وايي، بیا هم دوی په لاهور کې ددوی فعالان ان ښځې لا ونیولې، تشدد يې پرې وکړ او ويې ځورولې.

تردې وړاندې د پاکستاني پوځ مشر جنرال قمر جاوېد باجوه په یوه خبري غونډه کې غورځنګ ته په اشارې ویلي و، چې احتجاجونه د نورو په لمسون کوي. د پاکستان پوځ ته نژدې سرچینې د پښتون ژغورنې غورځنګ تر شا د هند او افغانستان د استخباراتو تور پورې کوي، خو غورځنګ او ګڼ پښتانه د پوځ دغه تورونه دروغ او بې بنسټه بولي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ چې د روان عیسوي کال د فبرورۍ له لومړۍ بیا تر لسمې پورې په اسلام اباد کې پرلت درلود، وروسته يې په شمالي وزیرستان، کوټه، پېښور او لاهور کې لويې لويې ولسي غونډې وکړې، چې تر ډېره يې شعارونه د پاکستاني پوځ د ترهګرۍ پر وړاندې تګلارې، پر ضد وي.

په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.
د پښتون ژغورنې غورځنګ څنګه پیل شو؟ څنګه یې وکولای شو پښتانه را ټول کړي؟ له بنسټ ګر او جوړونکي منظور پښتین سره خدای نور ناصر مرکه کړې ده.