BBC
 شاته

هوايي ډګر کې د مڼې له کبله مسافره ۵۰۰ ډالر جریمه شوه

د انځور حقوق Getty Images
Image caption ډلټا هوايي شرکت تراوسه په دې تړاو څه نه دي ویلي.

یوې ښځې ویلي، د امریکا د ګمرکونو کارکوونکو هغه مهال دا ۵۰۰ ډالر جریمه کړه،‌ چې په د سفر په اوږدو کې دې ته ورکړل شوې یوه مڼه یې په بکس کې وموندل شوه.‌

کریسټال ټاډلوک له پاریس امریکا ته روانه وه چې دا چم ورسره وشو. ‌

د امریکا د ګمرکونو او سرحدونو کارکوونکو د مینیسوټا ایالت پر میناپولیس هوايي ډګر د سرسري تلاشۍ پرمهال د هغې په بکس کې مڼه ومونده.

* وزه ''بې ګناه'' وه

* د ناسمې بدني وضعې له کبله اپریدی جریمه شو

* د پاکستان تاریخ کې اول ځل لوی څارنوال جرمانه شو

د ګمرکونو او سرحدونو اړوند ادارې لاتر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي، خو ټینګار یې دا دی ټول هغه کرنیز تولیدات باید اعلان شي، چې په الوتکو کې یې مسافر ورسره لېږدولی شي.

ټاډلوک وویل، مڼه په یوه پلاستیکي کڅوړه کې وه چې د ډلټا هوايي شرکت نښه پرې لګول شوې وه، هغې مڼه له پلاستیک راونه ایستله بلکې پخپل بکس کې یې واچوله چې ډنفر ښار ته د دویمې الوتنې پرمهال به یې وخوري.

ټاډلوک د مڼې موندلو پرمهال وویل، دا مڼه لږ وړاندې د هوايي شرکت له خوا ورکړل شوه،‌ هغې د ګمرک له کارکوونکي وغوښتل چې مڼه وخوري یا وغورځوي،‌ خو د هغوی ټینګار دا و چې دا باید ۵۰۰ ډالر جریمه ورکړي.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption ټاډلوګ وايي، محکمې ته عریضه کوي.

اوس ټاډلوک له دې پرته بل غوراوی نه لري چې یا جریمه ورکړي او یا په محکمه کې عریضه وکړي، هغې په ډنفرکې کا ډي وي ار سیمه ییزې رادیو ته ویلي، دا قضیه په محکمه کې راپورته کوي:‌

"دا رښتیا هم ناوړه طالع دي چې یو کس دې دا ټول وګالي او د یوې مڼې له کبله دې د مجرم په څېر معامله ورسره وشي".

ډلټا هوايي شرکت د دې پېښې په اړه له څه ویلو ډډه کړې ده.

خو شرکت یوه خبرپاڼه خپره کړې چې وايي: "موږ خپل مشتریان د امریکا د ګمرکونو او پوله ساتنې ادارې پروتوکول مراعاتولو ته هڅوو".