BBC
 شاته

د پکتیا جاني خېلو د سقوط په اړه 'ضد او نقیض' رپوټونه

Image copyright AFP
Image caption د پکتیا یوه قومي مشر او او د ولایتي شورا پخواني مشر ښایسته جان احدي بي بي سي ته وویل، عامو خلکو له حکومته وغوښتل، چې د ولسوالۍ د سقوط مخه ونیسي، خو دوی په لوی لاس ترې راووتل:

د افغانستان سوېل ختیځ پکتیا ولایت جاني خېلو ولسوالۍ کې د حکومتي ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ زور اخیستی. طالبانو تېره شپه د ولسوالۍ د مرکز نیولو ادعا کړې، خو سیمه ییز چارواکي وايي د ولسوالۍ له ځینو پوستو یې 'تکتیکي' شاتګ کړی دی.

د پکتیا د والي ویاند نقیب احمد اتل بي بي سي ته وویل، امنیتي سرتېرو د جاني خېلو ولسوالۍ له ځینو پوستو ځکه 'تکتیکي' شاتګ کړی، چې د مرګ ژوبلې مخه ونیوله شي.

ده وویل: ''د جاني خېلو پر ولسوالۍ له تېرو څو ورځو راهیسې د طالبانو بریدونو کې د عامه نظم پنځه پولیس وژل شوي او پنځه نور ټپیان دي. د ولسوالۍ له ځینو پوستو د امنیتي سرتېرو د مرګ ژوبلې د مخنیوي له کبله 'تکتیکي' شاتګ کړی، خو د بېرته نیولو لپاره یې چمتووالی روان دی.''

نوموړی وايي، له لاسه وتلو پوستو د بېرته نیولو لپاره نور سرتېري استول شوي:

''جاني خېل د پکتیا یوه غرنۍ او سرحدي ولسوالي ده، چې څو ورځې وړاندې هم ددې ولسوالۍ د نیولو لپاره طالبانو بریدونه وکړل او د ولسوالۍ پر یوه سړک یې ډېر ماینونه ځای پرځای کړي وو''.

ښاغلی اتل وايي، له ځینو پوستو وروسته تر هغه ځکه شاتګ وشو، چې د ملي اردو سرتېري ترې ووتل او پر ځای یې د عامه نظم پولیس دېره شول، خو طالبانو له ګاونډیو ولایتونو ته د سلګونو وسله والو په راغونډولو سره پر پوستو بریدونه ډېر کړل.

بل خوا، د پکتیا یوه قومي مشر او او د ولایتي شورا پخواني مشر ښایسته جان احدي بي بي سي ته وویل، عامو خلکو له حکومته وغوښتل، چې د ولسوالۍ د سقوط مخه ونیسي، خو دوی په لوی لاس ترې راووتل:

''د ولسونو له ډېرو چیغو وروسته، چې ویل یې ولسوالي سقوط کوي، خو دوی څو ورځې وړاندې له سیمې ځواکونه وایستل خو هلته یې عملیات ونه کړل، دوی لا مرکز ګردېز ته نه وو رسېدلي چې طالبانو د ولسوالۍ لارې بندې کړې او له درو ورځنۍ جګړې وروسته ولسوالي د طالبانو لاس ته ولوېده.''

نوموړی وايي، په جګړه کې ولسي خلک وژل شوي او په وینا یې طالبانو د خلکو 'ځینو کورونو ته اور ورته کړی'، د ولسوالۍ بازار سوځېدلی او هلته شاوخوا ۱۵۰ ملي او سیمه ییز پولیس موجود و، چې یوازې ۴۰ ترې د امنیه قومندان په ګډون څمکنیو ولسوالۍ ته راوتلي، خو د نوموړي دا څرګندونې په خپلواکه توګه د کورونو د سوځولو د ادعا په اړه څه نه دي ویل شوي.

د پکتیا یوه بل سیمه ییز چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط سیمه کې د بي بي سي خبریال ته ویلي، 'امنیتي ځواکونو ډېرې چیغې وکړې، خو چا یې غږ وانه ورېده او تېر ماښام ولسوالۍ د طالبانو لاس ته ولوېده'.

Image copyright AFP
Image caption د طالبانو یوه ویاند ذبیح الله مجاهد رسنیو ته په یوه استول شوې خبرپاڼه کې د جاني خېلو ولسوالۍ د بشپړې نیونې ادعا کړې.

خو د والي ویاند د ولسوالۍ د سقوط خبره ردوي.

بل پلو، د طالبانو یوه ویاند ذبیح الله مجاهد رسنیو ته په یوه استول شوې خبرپاڼه کې د جاني خېلو ولسوالۍ د بشپړې نیونې ادعا کړې.

نوموړی وايي، یاده ولسوالي له تېرې کابو یوې میاشتې راهیسې د دوی له خوا کلابنده وه.