BBC
 شاته

ننګرهار کې داعش درې وروڼه ووژل

د انځور حقوق AFP

ننګرهار کې ځايي چارواکي وايي د دغه ولایت د چپرهار ولسوالۍ په للمه کې داعش وسلوالو تېره شپه درې وروڼه وژلي دي.

د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوګیاڼي د بي بي سی خبریال محفوظ ذبیدي ته وویل، چې دا درې وروڼه داعش وسلوالو تېره شپه له کور اېستلي دي او بیا یې وژلي دي.

د نوموړي په خبره، دغو وروڼو خپله سیمه کې د طبابت برخه کې کار کاوه.

"ځینې له طب فارغ و او په خپله سیمه کې یې د طب برخه کې فعالیت کاوه. "

* داعش افغانستان کې بیا فعالېږي؟

* "هغه بهرنیان څه شول چې داعش لپاره جنګېدل؟"

* "ولې روسیه په افغانستان کې د داعش په اړه مبالغه کوي؟"

ښاغلی خوګیاڼی زیاتوي، دغو وروڼو له حکومت سره کومه دنده او اړیکه نه درلوده.

خواله رسنیو کې دا هم راغلي چې د دغو وروڼو پلار هم ډاکټر و او تېر کال داعشیانو وژلی دی.

خوګیاڼی هم دا خبره نه تاییدوي او نه یې ردوي:

"کره معلومه نه ده، خو د سیمې خلک وايي، چې داسې شوي وو".

د انځور حقوق .
Image caption ننګرهار افغانستان کې د داعش د را پور ته کېدو مرکز بلل کېږي.

ننګرهار کې د داعش وسلوالو له خوا د دې دریو رنځپوهانو وژل په داسې مهال دي چې په ولایتي مرکز جلال اباد کې روغتیاپالو حکومت ته خبرداری ور کړی چې که د دوی ژوند خوندي نه شي، کاربندیز به وکړي.

دوی حکومت ته لس ورځې وخت ورکړی چې د دوی غوښتنو ته پام وکړي.

روغتیا پال وايي، تېرو شپږ مياشتو کې په جلال اباد کې د دوی له ډلې دوه کسان وژل شوي، پنځه ژوبل شوي، اووه نور تښتول شوي او بیاد پيسو په بدل کې راخوشي شوي.

دوی وايي، له دېرشو ډېرو ته ټېلفوني ګواښونه شوي دي.

د ننګرهار ځایي چارواکي بيا وایي، درې داسې کسان یې نیولي چې په دې ښار کې يې د وسله والو ډلو په نوم عام خلک او روغتیا پال ګواښل.