BBC
 شاته

فرانسه: له ایران سره له اټومي تړون ساتلو پرته بل غوراوی نشته

ر د انځور حقوق Reuters
Image caption د فرانسې ولسمشر له امریکايي سیال سره د لیدلو لپاره متحده ایالتونو ته روان دی.

د فرانسې ولسمشر اېمنوېل مکرون د امريکا متحدو ايالتونو ته د خپل سفر په درشل کې له ولسمشر ټرمپ غوښتي چې له ايران سره له اټومي تړون ونه وځي.

دا تړون پر ۲۰۱۵ کا وشو، چې له مخې یې ايران له خپل اټومي پروگرامه لاس پرسر شو او لوېديځوالو ورباندې لگولي بنديزونه کم کړل.

خو د فرانسې د ولسمشر مکرون دا څرگندونې وروسته له هغه مخې ته راځي چې د امريکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ وويل که پر ايران لگول شوي شرايط سخت نه شي نو له هغه هېواد سره له اټومي تړون ووځي.

نوموړى بايد د راتلونکې مۍ مېاشتې تر ١٢ نېټې پر ايران د امريکا د بنديزونو د څرنگوالي په تړاو پرېکړه وکړي.

خو ښاغلي مکرون اوس پر ولسمشر ټرمپ غږ کړى چې دې تړون ته ژمن پاتې شي ځکه د ده په وينا بل ښه غوراوى نشته.

ښاغلي مکرون د امريکا له فاکس تلوېزون سره مرکه کې پر دې ټينگار کاوه چې له ايران سره تړون بايد پرځاى پاتې شي.

"نو ستاسو بله سناريو يا پلان څه دى؟ زه له ايران سره د شوي اټومي تړون لپاره ب پلان نه لرم. نو دا هغه پوښتنه ده چې موږ به يې په تړاو سره خبرې کوو. زه د اټومي تړون په تړاو ځکه دا وايم چې د شمالي کوريا په څېر له يوه حالته ښه دى. دويم، زه له ايران سره له شته حالته هم راضي نه يم. زه غواړم د بالستيک توغنديو پر ضد مبارزه وکړم، زه غواړم په سيمه کې د ايران د نفوذ د پراخېدو مخنيوى وکړم."

ښاغلي ټرمپ داسې نښانې څرگندې کړې چې غواړي پر ايران د امريکا له لوري پخواني لگېدلي بنديزونه بېرته پر ځاى کړي.

خو د چارو د څارونکو په باور دا گام به د ايران او شپږو لوېديځوالو ځواکونو ترمنځ تاريخي تړون په باالقوه توگه له منځه يوسي.

پر فرانسه سربېره د جرمنۍ لومړۍ وزیرې انګلا مېرکل هم پر دغه تړون د درېدلو غوښتنه کړې ده.

هغې د یکشنبې په ورځ وویل، جرمني له ایران سره د اټومي تړون ملاتړ روان ساتي.

"باوري یو، چې یو تړون، که څه هم بشپړ تړون نه وي، خو له هر ډول نه تړون ښه دی".

د ایران دریځ

د انځور حقوق cbsnews
Image caption ایران وايي، که اټومي تړون ور سره شلول کېږي دوی بیا یورانیم بډایوي.

په همدې حال کې د ايران د بهرنيو چارو وزير جواد ظريف ويلي که امريکا له ايران سره تړون ته شاه کړي نو نړيوالې ټولنې ته به يې پيغام دا وي چې دغه هېواد د باور وړ شريک نه دى.

" څرگنده ده که امريکا نړيوالې ټولنې دا پيغام ورکوي چې د يوه تړون مهال د ولسمشرۍ يوې دورې پورې محدود دى نو دا به ډېره بده مخينه وي.

دا به په دې مانا وي چې لږ تر لږه له امريکا سره د خبرو اترو له پيلولو وړاندې به خلک خورا ډېر ورباندې فکر کوي.

ولسمشر ټرمپ تړون ته د ژمن پاتې کېدو شرط دا هم وړاندې کړى چې پر ايران دې د يورانيمو د بډايه کولو بنديز تل پاتې شي، د شوې معاملې له مخې د بنديز په ٢٠٢٥ م کال کې ختمېږي.

د تړون اروپايي غړو ته ويل شوي چې د مې تر ١٢ مې دې په دې تړاو خپل دريځ مالوم کړي.

خو ښاغلى ظريف وايي که ايران لپاره د تړون گټې کمې شي نو اړ به وي چې له تړون لاس پر سر شي.

د هغه په وينا يو اړخيزه معامله د ايران لپاره د منلو نه ده.

د ولسمشر اوباما د واکمنۍ پر مهال د منل شوي قانون له مخې ولسمشر اړ دى چې په هرو ځلورو يا شپږو مياشتو کې دا تاييد کړي چې ايران د تړون شرايطو ته درناوى کړى.