BBC
 شاته

چين کې د پاکې انرژۍ هڅه

په چین کې د ساینسپوهانو یوه ډله د پاکې انرژۍ پر یوې لټې لګیا دي. "نیوکلیر فیوژن" یا د اټومي تماس له لارې پیدا کېدونکي انرژي ورته وايي.

دوی پر داسې بټۍ کار کوي چې په منځ کې یې "هایډروجن" اټومونه سره ګډېږي او بیا "هیلیم" ترې جوړېږي. له هغې بیا داسې تودوخه تولیدېدی شي چې د لمر تر تل یې هم حرارت څو ځله ډېر وي.

که ساینسپوهان په دې بریالي شي نو نه خلاصېدونکې پاکه انرژي به ولرو. تر اوسه هېڅوک په دې نه دې توانېدلي چې له اټومي ګډولې برېښنا تولید کړي.