BBC
 شاته

د ځمکې نړيواله ورځ: د پلاستيک ککړتيا پای ته ورسوئ

د انځور حقوق Getty Images

د اپرېل ۲۲مه د ځمکې نړیواله ورځ ده. سږکال یې شعار هم دا دی چې د پلاستیک ککړتیا پایته ورسوئ.

په افغانستان کې د چاپیریال ساتنې اداره وایي؛ په لویو ښارونو کې د خځلو تر نیمایي ډېره برخه پلاستیک او له پلاستیکو جوړ شوي توکي دي.

د کابل ښار په ډېرو برخو کې کارول شوې پلاستيکي کڅوړې ترسترګو کېږي. د افغانستان په نورو لویو ښارونو لکه هرات مزارشريف او جلال اباد کې هم وضعيت داسې دی.

هره ورځ د ميليونو کسانو له خوا د پېر او پلور پرمهال پلاستيکي کڅوړې کاړول کېږي. د کابل په څېر ښارونو کې خلک ان ډوډۍ هم په پلاستيکي کڅوړو کې لېږدوي.

د پلاستيکي کارونې د افغانستان د چاپېريال ستاتنې اداره اندېښمنه کړې ده.

د دغې ادراې مرستيال عبدالولي مدقق وايي په ښارونو کې د خځلو ډېره برخه پلاستيک دی چې پر ځمکه غورځول کېږي.

دی وايي "د پلاستیک کارول په ښارونو کې لويه ستونزه رامنځ ته کړې ده. په ځينو خايونو کې خلک پلاستکو ته اور هم اچوي چې د هوا ککړتيا رامنځ ته کوي".

نوموړي له خلکو غوښتي چې د پلاستيک په کارولو کې کموالی راولي.

په تېرو کلونو کې افغان حکومت د پلاستيک د زيانونو د پوهاوي کمپاین پيل کړی خو ښکاري چې دغه هڅې دومره اغېزمنې نه وې.

د انځور حقوق Getty Images

په طبيعت کې د يوې پلاستيکي کڅوړې تجزيه له ۵۰۰ تر ۱۰۰۰ کلونو وخت نيسي او د وچې او سمندري ژويو ژوند ته لوی ګواښ پېښوي.

پلاستيک هر کال په سمندرونو کې د ۱۰۰ زرو ژويو ژوند اخلي د ملګرو ملتونو غړيو هېوادونو هوکړه کړې چې سمندرونو ته د پلاستيکي توکيو د غورځولو مخه ونيسي. هرکال په نړۍ کې له ۵۰۰ نيولې تر ۱۰۰۰ ميلياردو پلاستيکي کڅوړې کارول کېږي.

د پلاستیک کارولو له امله رامنځته شوې ککړتیا په وچه او اوبو کې ژوند له جدي خطرونو سره مخامخ کړی دی.

په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.
ممبی کې پر پلاستيکو بنديز