BBC
 شاته

لاهور کې د پښتون ژغورنې غورځنګ غونډه

د منظور پشتین په مشرۍ پښتون ژغورنې غورځنګ د یکشنبې په ورځ د پاکستان د پنجاب صوبې لاهور ښار کې ناسته پلان کړې وه.

خو د دې غورځنګ غړو د بي بي سي پښتو څانګې خبریال اظهارالله ته ویلي، د لاهور ځايي ادارې د شپې د دغې ناستې ځای له ګنده اوبو ډک کړی دی.

"دوی وايي دا ځای پاکوي او دریځ لګوي".

خواله رسنیو کې ښکاري چې د پښتون ژغورنې غورځنګ ملاتړي دا ځای له اوبو تشوي.

دوی وايي، نن به هرو مرو په موچي ګېټ کې غونډه کوي.

د سیمې یو امنیتي چارواکی ارشد حیات کانجو وايي، د دې غونډې د امنیت لپاره یې درې کمربندونه اچولي.

نوموړی له بي بي سي سره خبرو کې زیاتوي، چې د غونډې له ځای سره یې شپږ سوه پولیس ځای په ځای کړي دي.

د ارشد حیات کانجو دا خبرې په داسې مهال دي چې تېره شپه له څه مهال روسته ځايي امنیتي ادارو د پښتون ژغورنې غورځنګ غړي خوشي کړل.

Image caption د غونډې امنیت لپاره شپږ سوه پولیس ګومارل شوي دي.

نوموړی وايي د دې غورځنګ او امنیتي ادارو ترمنځ له خبرو نه پوهېږي، خو له دوی غوښتل شوي د دې ناستې امنیت ونیسي:

"موږ ته دا نه دي ویل شوي، چې له دې ناستې سره یو ځای کېدونکو کسانو مخه ونیسو".

نوموړی دا هم وايي، چې اته پوستې یې جوړې کړې او هره پوسته کې ۱۵ پولیس ګومارل شوي دي.

ښاغلی کانجو د غونډې له ګډونوالو غواړي داسې څه ونه وايي، چې موخې یې زیانمنې کړي.

Image caption د پښتون ژغورنې غورځنګ غړي هم د دې ناستې ګډونوال تلاشي کوي.

په ورته مهال د لاهور ښار پولیس وايي، استخباراتي ادارو ورته لیک استولی او په هغه کې یې لیکلي چې ترهګرې ډلې د خلکو پر ناسته برید کوي.

"په دې کې ځانمرګی، موټر بم، ریموټ کنټرول او ډزو له لارې دا برید کېدلی شي".

په لیک کې دا وضعیت نازک ښودل شوي او له خلکو غوښتل شوي چې موچي باق سره نږدې له ناستې ډډه وکړي.

اظهارالله وايي، لاهور او د پاکستان له نورو سیمو دې ناستې ته ټولي ټولي خلک روان دي.

"د غونډې تر ځای یې په رسېدو کې کومه ستونزه نشته".

د یکشنبې په شپه پښتون ژغورنې غورځنګ وویل، چې د دې غورځنګ مخکښ غړي علي وزیر، عصمت شاه جهان، بلال مندوخېل او څو نور ملګري څو ګړۍ بندي کړل شول.

خو پاکستانیو چارواکو د دې کسانو د نیولو یا نه نیولو په هکله له بي بي سي سره خبرو کې له څه ویلو ډډه کړې.

Image caption د امنیتي ادارو لیک چې یوه کاپي یې بي بي سي ته رسېدلې.

مېرمن جهان له خوشي کېدو وروسته خواله رسنیو کې وویل، چې د لاهور امنیتي ادارې نیولي و او ټوله هڅه یې وکړه چې دوی له دې ناستې وګرځوي:

"خو موږ ویل چې دا ناسته به کوو، دا ناسته به هم امن وي موږ د پنجاپیو وروڼو مننه کوو چې را سره ملګري دي".

عصمت شاه جهان وايي لاهور کې د پولیسو دوو مرکزونو ته ولېږدول شول او ملفونونه هم ترې واخیستل شول.

د هغې په خبره د دوی د یوه ملګري له مفلون معلومات هم واخیستل شول.

لاهور کې چارواکو له پښتون ژغورنې غورځنګ اول وغوښتل چې دلته غونډه وه کړي وروسته یې د دوی کسان ونیول.

Image caption د پښتون ژغورنې غورځنګ لپاره د بسپنې صندوق.

خو د خپلو یو شمېر غړو تر نیول کېدو وروسته د دې غورځنګ مشر منظور پښتین پر فېسبوک خپره شوې ویډیو کې پر خپلو ملاتړو غږ وکړ چې راووځي او په لوی شمېر د لاهور په جلسه کې ګډون وکړي.

منظور پشتین دا هم وویل، چې پنجاب پوهنتون کې هم د دوی څو کسان نیول شوي دي.

هغه دعوه وکړه چې علي وزیر هغه مهال هم نیول شوی و چې پلار او ورور مړي یې د خپل کور په انګړ کې پراته و.

هغه ویل یواځې دوی لاهور کې نه دي نیول شوي له دې پخوا هم نیول شوي دي.

هغه له خلکو وغوښتل چې د پښتونخوا هره سیمه کې سوله ییز لاریون وکړي.

له دې غوښتنه وروسته د پېښور پوهنتون زدکوونکو د علي وزیر په ملاتړ مظاهرې وکړې او د پنجاب پولیسو پرضد یې شعارونه ور کړل.