BBC
 شاته

کابل کې د پېژندپاڼو پر مرکز ځانمرګي برید ۵۲ کسان وژلي او ۱۱۲ یې ټپیان کړي

د انځور حقوق Esmat Soroush/Etilaatroz
Image caption چاودنه د تذکرو مرکز کې شوې ده.

د کابل ښار شپږمه حوزه کې د یکشنبې په سهار شاوخوا لس بجې د تذکرو وېش مرکز کې ځانمرګی برید شوی.

دافغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند نجیب دانش وايي، برید ځانمرګی و او د پېژندپاڼو اخیستونکو کتار کې شوی دی.

د روغتیا وزارت ویاند وحید مجروخ د بي بي سي خبریال محفوظ ذبیدي ته وویل، چې په دې پېښه کې ۵۲ کسان وژل شوي ۱۱۲ ټپيان دي.

که څه هم کومې وسلوالو طالبانو له افغانانو غوښتي چې ټاکنو ګډون ونه کړي، خو د دې ډلې ویاند وايي، دغه برید دوی نه دی کړی. ذبیح الله مجاهد په ټوېټ کې لیکلي، دا برید د دوی په وسلوالو کارنه دی.

داعش وسلواله ډله وايي، دا برید دوی کړی دی.

لیدلیو کتلیو بي بي سي ته ویلي ځانمرګي د پېژندپانې د وېش مرکز په ننوتلار کې چاودنه وکړه.

د دوی په خبره، د چاودنې پر مهال ډېر کسان د تذکرې ترلاسولو لپاره له ودانۍ بهر کتار ولاړ وو.

دوی دا هم وايي، چې په دغه ځای کې د تلاشي نشته او یواځې د تذکرې د وېشلو ننوتلار کې تلاشي کېږي.

شاهدان وايي، چې وژل شوي ډېری ولسي وګړي په تېره م اشومان او ښځې دي.

د انځور حقوق .
Image caption وسلوال طالبان وایي، دوی دا برید نه دی کړی.

دا چاودنه په داسې مهال ده چې نږدې اونۍ مخکې افغان حکومت د پارلماني ټاکنو لپاره د نوم لیکنې مرکزونه پرانیستل.

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کميسيو وايي چې راتلونکی ۱۳۹۷کال د چنګاښ پر۱۶ به د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو ټاکنې وشي.

د رای کارت اخیستلو لپاره تذکره هم اړینه ده او بې تذکرې دغه کارت نه ور کول کېږي.