BBC
 شاته

سعودي عربستان کې ولې د کودتا ګنګوسې پیل شوې؟

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د ګنګوسې په خپرېدو پسې ویل کېدل چې امنیتي مامورانو ملک سلمان او د هغه ولیعهد هوايي اډې ته لېږدولي دي.

د شنبې په ورځ په سعودي عربستان کې له شاهي ماڼۍ سره نږدې د ډزو له اورېدو وروسته د پاچا ملک سلمان او د هغه د ځوان ولیعهد محمد بن سلمان پرضد د کودتا کنګوسې خواله رسنیو کې ژر ګرمې شوې.

خو پولیسو وویل، دا ډزې د هغې کوچنۍ بې پیلوټه الوتکې د ویشتلو لپاره وې چې شاهي ماڼۍ ته نږدې شوې وه.

د شنبې په ورځ له ریاض او د ملک سلمان ماڼۍ ته نږدې لسګونو ویډیوګانې خواله رسنیو کې خپرې شوې چې د سختو ډزو غږونه پکې روښانه اورېدل کېدل.

* ډونلډ ټرمپ ته د سعودي ۸۳ ور کړې ډالۍ

* ولې عربستان کې ۳۵ کاله وروسته سینما؟

ورپسې خواله رسنیو کې دا څپه خپره شوه چې د شاهي کورنۍ پرضد کودتا شوې وه.

په لومړنیو خبرونو کې دا هم وویل شول چې د ډزو په اورېدو سره امنیتي مامورانو ملک سلمان او د هغه ولیعهد محمد بن سلمان یوې هوايي اډې ته لېږدولي دي.

خو وروسته معلومه شوه چې دا ډزې د لوبو پر هغه بې پیلوټه الوتکه شوې چې د شاهۍ ماڼۍ اسمان ته نږدې شوې وه.

د ریاض د پولیسو ویاند وايي، پېښه په ځايي وخت مازیګر اووه بجې او پنځوس مینټو کې وه، د پېښې ځای هم د ریاض شمال لوېدیځ ته خزامي سیمه وه چې یوه سلطنتي ماڼۍ هم پکې ده.

بېروت کې د بي بي سي خبریال مهرداد فرهمند- چې دا خبر څارلی- وايي، د ګنګوسو خلاف د سعودي پاچا ملک سلمان هغه مهال په دغه ماڼۍ کې نه و.

د ریاض پولیسو په دې ډزو کې د چا د ټپي کېدلو او د دې لوبتکې د څېښتن په هکله رسنیو ته څه نه دي ویلي.