"د لاهور پوليسو د پښتون ژغورنې غورځنګ مشران نيولي"
د پښتون ژغورنې غورځنګ وايي "په لاهور کې د دوی یو شمېر هغه مشران او فعالان ځايي پولیسو نیولي، چې په دغه ښار کې يې د یکشنبې ولسي غونډې لپاره تیاری نیوه. "
د لاهور ځايي چارواکو غورځنګ ته په دغه ښار کې د یکشنبې د ورځې ولسي غونډې اجازه نه وه ورکړې. تراوسه پولیسو په دې تړاو بي بي سي ته څه نه دي ویلي، خو د پښتون ژغورنې غورځنګ وايي، پولیس له همدې لارې د دوی د یکشنبې ورځې ولسي غونډه "ناکامول " غواړي.
د غورځنګ یوه مشر محسن داوړ بي بي سي ته ویلي، دی او منظور پښتین په نیول شویو کسانو کې نه دي، خو علي وزیر، عصمت شاه جهان او د مزمل په شمول يې یو شمېر غړي فعالان نیول شوي دي.
د پښتون ژغورنې غورځنګ د روانې میاشتې په اتمه نېټه د پېښور په ولسي غونډه کې اعلان کړی و، چې د اپرېل پر ۲۲مه به په لاهور کې د "ردوالفساد" په نامه ولسي غونډه کوي او د پنجاب ولس ته هم پر دوی د پاکستاني پوځ له لوري د شوي ظلم کېسې وکړي.
د شنبې په ورځ د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین له بي بي سي سره یوې ځانګړې مرکه کې ویلي و، چې د لاهور ځايي چارواکو دوی ته د یکشنبې د ورځې د ولسي غونډې اجازه ورنه کړه، خو دوی به بیا هم دغه غونډه په ټاکلي وخت او ټاکلې سیمه "موچي ګېټ" کې کوي.
ښاغلي پښتین ویلي د لاهور چارواکو ځکه دوی ته د ولسي غونډې اجازه ورنه کړه، چې دا د پېښور او کوټې په څېر به په لاهور کې هم ورته په زرګونو انسانان راغونډ شي.
منظور پښتین له پاکستاني چارواکو سره هر ډول خبرې اترې وځنډولې، ښاغلي پښتین دغه اعلان د دوی د ملګرو تر نیولو وروسته پر خپله فېس بوک پاڼه باندې کړی.
په داسې حال کې ده چې د پېښور په غونډه کې د غورځنګ غړو پرېکړه وکړه چې راتلونکې غونډه به یې د اپریل پر ۲۲مه (سبا) په لاهور او ۲۹مه به په سوات کې وي.
د پښتون ژغورنې غورځنګ د دې نه وړاندې په اسلام اباد، کوټې، شمالي وزیرستان او پېښور په ګډون بېلابېلو ښارونو کې د خلکو د لادرکه کېدو، قبایليو کې بنسټیز بشري حقونو او په کراچۍ کې د وژل شوي قبایلي وګړي نقيب مسید په وژنې تورن پخواني پولیس چارواکي ته د سزا ورکولو غوښتنه لري.