د ارسنال روزونکی له دندې ګوښه کېږي
د انګلستان د نامتو فوټبال لوبډلې ارسنال روزونکي ارسن وېنګر اعلان کړی چې د روان لوبیز کال په پای کې به له خپلې دندې ګوښه کېږي.
فرانسوی ارسن وېنګر له تېرو ۲۲ کلونو راهیسې د ارسنال لوبډلې روزونکی دی.
نوموړي په هغه اعلامیه کې چې د ارسنال فوټبال کلپ پر وېبپاڼه خپره شوې ویلي، ده زړه له تله د دې لوبډلې، لوبغاړو، مشرانو او کار کوونکو مننه کوي، او ارسنال به د تل لپاره د ده په زړه کې ځای ولري.
د ارسنال فوټبال کلب ویلي، د ښاغلي وېنګر ځایناستی به چې هر څومره ژر ممکنه وي وټاکل شي.
۶۸ کلن ارسن وېنګر د ارسنال کلب او د انګلستان د غوره لیګ سیالیو په تاریخ کې یو تر ټول بریال روزونکی او مدیر بلل کېږي.
نوموړي له ارسنال سره په خپله ۲۲ کلنه موده کې ۳ ځله د انګلستان د غوره لیګ سیالۍ او ۷ ځله د انګلستان د فوټبال د فدراسیون کپ ګټلي دي.
که څه هم دی یو بریالی روزونکی و، خو په تېرو دوه کلونو کې د ارسنال لوبډله د انګلستان د غوره لیګ په سیالیو کې ښه ونه ځلېده او له همدې کبله د ارسنال په مینه والو کې د ده مخالفین زیات شول.
د روان کال د سیالیو په جدول کې هم ارسنال دا وخت شپږم ځای لري، خو که یې د "اروپا لیګ" جام وګاټه نو کولی شي راتلونکی کال د اروپا اتلانو جام یا "چمپینز لیګ" سیالیو ته لار ومومي.
که له یوې خوا ځیني مینه وال د ده پلویان دي او د تېرو ۲۲ کلونو بریاو ته په درنه سترګه ګوري، بل لور د د ارسنال لوبډلې یو شمېر مینه وال فکر کوي چې اوس د بدلون وخت دی.
که څه مالومه نه ده چې د ارسنال لوبډلې راتلونکی روزونکی به څوک وي، خو د جرمني د بوروسیه ډورټمنډ لوبډلې پخوانی روزونکی تامس توچل هغه نوم دی چې ډېر یادېږي.
ښاغلي وېنګر بیا خپل یو پخوانی لوبغاړی پټرېک ویئرا د خپل ځایناستي په توګه یاد کړی او هغه یې غوره فوټبالر بللی.