د 'کورني تاوتریخوالي' له امله د جنوبي افریقا ولسمشر د لندن سفر نیمه کې پرېښود
د جنوبي افریقا ولسمشر سیریل راماپوزا په لندن کې د مشترک المنافع هېوادونو کنفرانس په نيمه کې پرې ايښی او خپل هېواد ته ستون شوی دی.
ښاغلی راماپوزا د په کوردننه پیل شويو لاریونونو کې د تاوتریخوالي د پېښېدو له امله خپل هېواد ته ستون شوی دی.
د جنوبي افریقا په شمال لوېدیځ ولایت کې هغه لاریون په تاوتریخوالي واوښت چې برخه والو یې په دغه ولایت کې د کار، سرپنا او فساد له منځه وړلو غوښتنه کوله.
په دغه ولایت کې هټۍ لوټل شوي، لارې تړل شوي او او ملي بسونه اور اچول شوی دی.
ښاغلي راماپوزا له تېرو دوو میاشتو د دغه هېواد ولسمشر دی او د لندن په کنفرانس کې یې په دې موخه ګډون کړی و چې ګویا وبه توانېږي پخپل هېواد کې د پانګونې لپاره نړیوال پانګه وال جذب کړای شي.