BBC
 شاته

ولسمشر غني: دولتي مامورین دې ټاکنو ته نوم لیکنه وکړي

د انځور حقوق Alamy
Image caption ښاغلي غني لارښوونه کړې چې د نوم لیکنې په مرکزونو کې باید ښځو ته اسانتیاوې برابرې شي.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني ټولو والیانو ته امر کړی چې له دولتي مامورینو وغواړي چې تر یوې اونۍ پورې له کورنیو سره یوځای راتلونکو پارلماني ټاکنو کې د ګډون په موخه نوم لیکنه وکړي.

ښاغلي غني لارښوونه کړې چې د نوم لیکنې په مرکزونو کې باید ښځو ته اسانتیاوې برابرې شي.

ولسمشر نن د ټاکنو کمیسیون له غړو او امنیتي مسئولینو سره په یوه ګډه غونډه کې له حج او اوقافو وزارته غوښتي چې ملا امامان باید سبا د جمعې د لمانځه په خطبه کې د ټاکنو په ارزښت خبرې وکړي.

د ټاکنو کمیسیون وایي چې د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو ټاکنو ته د رایه ورکوونکو د نوم لیکنې له پیله تراوسه څه باندې یولک او دیارلس زره کسانو خپل نومونه ثبت کړي دي.

ولسمشر په داسې حال کې دا غوښتنه کوي چې نوم لیکنې ته د خلک کم ورتګ د ټاکنو د څارونکو بنسټونو اندیښنې پارولې دي.

دا په داسې حال کې ده چې روانه اونۍ د کندهار امنیه قومندان جنرال عبدالرازق هم ورته څرګندوې درلودې.

جنرال عبدالرازق ويلي وو، که څوک د ټاکنو کارت ونلري نو رسمي عریضې به یې نه منل کېږي.

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمیسون تېره ورځ ویلي وو، په را روانو ټاکنو کې ګډون کول یا نه کول د هر وګړي شخصي پرېکړه ده.

یاد کمیسون دا خبره د کندهار د امنیې قومندان جنرال عبدالرازق د یادو څرګندونو په غبرګون کې کړې.

د کندهار د پولیسو مشر د روانې اونۍ سه شنبې پر ورځ د رایې ورکولو لپاره د خپل نوم د ثبتولو پر وخت ویلي وو، تر خپل لاس لاندې ټولو ادارو ته یې ویلي، د هر ډول رسمي کارونو لپاره د هغو کسانو غوښتن پاڼي دې نه مني، چي د رایې ورکولو کارت یې نه وي ترلاسه کړی .

خو د ټاکنو د خپلواک کمیسون کمشنر عبدالحفیظ هاشمي بي بي سي ته وویل، ښایي جنرال عبدالرازق دا خبره د خلکو د تشویق لپاره کړې وي.

د ولسمشر غني دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې د ټاکنو خپلواک کمیسون له ځنډ وروسته د پارلماني ټاکنو نېټه اعلان کړه او ورسره د ټاکنو لپاره نوم لیکنه هم پیل شوه.