BBC
 شاته

طالبانو په هلمند کې د مخابراتي شبکو فعالیت ځنډولی

. د انځور حقوق Getty Images

د افغانستان د مخابراتو وزارت وايي، په هلمند ولایت کې وسله والو طالبانو د خصوصي مخابراتي شبکو فعالیتونه ځنډولي دي.

طالب ویاند قاري یوسف احمدي بي بي سي پښتو پاڼې ته ومنله چې په هلمند کې دوی د مخابراتي شبکو فعالیت ځنډولی، خو وایي دا کار یې د یو لړ مصلحتونو له مخې کړی دی.

که څه هم طالبانو د خپلو مصلحتونو په اړه وضاحت نه دی ور کړی، خو د هلمند یو شمېر اوسېدونکو بي بي سي ته ویلي، دمګړې په هلمند کې د جګړې د پیلېدو او د کوکنارو د نېښ وهلو وخت دی، نو دا چې طالبان ونه څارل شي، د مخابراتي شبکو فعالیتونه بندوي.

د هلمند اوسېدونکي وايي، په دغه ولایت کې د خصوصي شبکو فعالیتونو بندېدو له ګڼو ستونزو سره مخامخ کړي او پر کاروبار یې ناوړه اغېز کړی دی.

د هلمند د مخابراتو ریاست په خبره، د ولایت په مرکز کې یوازې یوه دولتي شبکه فعاله ده.

* په هلمند کې مخابراتي شبکې بېرته فعالې شوې

* د مخابراتو وزرات د مخابراتي غلو دوه شبکې نیولې

* د افغانستان مخابراتو وزارت عواید ۱۷ سلنه ډېر شوي

د مخابراتو وزارت وايي، د طالبانو له خوا د مخابراتي شبکو د فعالیتونو د بندولو ستونزه په یو شمېر نورو ولایتونو کې هم شته، خو ادعا کوي چې دوی یې د حل لارو په لټه دي.

د مخابراتو وزارت مطبوعاتي سلاکار خان زمان امرخېل وايي، د مخابراتي شبکو د فعالیتونو بندېدلو نه یوازې خصوصي شبکو ته زیان اړولی، بلکې د سیمې خلکو ته یې هم لوی سرخوږی جوړ کړی او دا مسله یې له اړونده امنیتي چارواکو سره شریکه کړې ده.

وسله والو طالبانو د ۲۰۱۱ کال د مارچ په وروستیو کې هم په هلمند ولایت کې د لسو ورځو لپاره د مخابراتي شبکو فعالیتونو ځنډولي وو چې بیا یې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره په دغه ولایت کې د مخابراتي شبکو فعالیتونه ومنل او ویې ویل د ملګرو او خلکو ستونزو ته پام یې مخابراتي شبکو ته د بیا فعالیت اجازه ور کړې ده.

وسله والو طالبانو په تېرو کلونو کې بېلابېلو ولایتونو کې د لنډمهال لپاره د مخابراتي شبکو فعالیتونه ځنډولي، خو بیا یې د فعالیت اجازه ور کړې ده.

داسې برېښي چې دوی پخپله هم له ټیلیفوني اسانتياوو پرته د اوږدې مودې لپاره فعاليتونو ته دوام نه شي ور کولی.