BBC
 شاته

ټرمپ: که د 'کیم جون اون' لیدل بي ګټې وي، نه یې ګورم

. د انځور حقوق Getty Images
Image caption ښاغلی ټرمپ د جاپان له لومړي وزیر په فلوریډا کې په یوه خبري کنفرانس کې را ښکاره شو

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ وايي، که د شمالي کوریا له رهبر کیم جون اون سره پلان شوې لیدنه یې بې ګټې وي، نو ترې تېر به شي.

هغه او د جاپان لومړی وزیر شینزوابي په ګډ خبري کنفرانس کې وویل، د اټومي پروګرام له امله باید پر شمالي کوریا د فشار سیاست دوام ومومي.

د جاپان لومړی وزیر له ښاغلي ټرمپ سره د خبرو اترو لپاره امریکا ته تللی چې دمګړۍ په فلوریډا ایالت کې دی.

ښاغلي ټرمپ وړاندې منلې وه چې د امریکا د استخباراتي ادارې مدیر مایک پمپیو له ښاغلي کیم سره د لیدنې لپاره شمالي کوریا ته محرمانه سفر کړی و.

نوموړي وویل، ښاغلي پمپیو له ښاغلي کیم سره ښه اړیکي جوړ کړي او د هغوی لیدنه له خنډ پرته تر سره شوې ده.

امریکا او شمالي کوریا له ۲۰۰۰ کال راهیسې په دومره لوړه کچه اړیکي نه وو پاللي.

پیونګ یانګ کې د شمالي کوریا او د سي ای اې د مشرانو لیدنه

چین ته د شمالي کوریا د مشر تګ تایید شو

د شمالي کوریا مشر پر جعلي برازیلي پاسپورټ څه کول؟

پتېیل شوې چې ښاغلی ټرمپ به راتلونکی جون د شمالي کوریا له رهبر سره ووینې خو د هغه د لیدنې د ځای لا تر ارزونې لاندې دی.

ښاغلي ټرمپ د چارشنبې ورځ په ګډ خبري کنفرانس کې وویل، که یې فکر کړی وای چې لیدنه به بریالۍ نه وي، نو هيڅکله به یې نه وه تایید کړې او که (راتلونکې) لیدنه رغوونکې نه وي، ترې تېر به شي.

ښاغلي ټرمپ زیاته کړه، پر شمالي کوریا به د فشار کمپاین تر هغه دوام وکړي چې دغه هېواد په بشپړ ډول له خپلو اټومي موخو لاس واخلي:

" مخکې مې هم ویلي، که شمالي کوریا په بشپړ ډول له اټومي وسلو لاس واخلي، پر وړاندې یې روښانه دروازې پرانیستل کېدونکې دي. دا به د دوی لپاره ستره ورځ وي، بلکې د ټولې نړۍ لپاره به ستره ورځ وي. "

له جاپان سره د بحث وړ ټکي

د جاپان لومړي وزیر وویل، ښاغلی ټرمپ یې هڅولی د هغه جاپانیانو له ازادولو کې ور سره مرسته وکړي چې شمالي کوریا په ۱۹۷۰ او ۱۹۸۰ کلونو ترمنځ تښتولي دي.

شمالي کوریا ۱۳ جاپانیان د دې لپاره برمته کړي چې خپل جاسوسانو ته د جاپاني دود دستور ور وښيي.

درې امریکایان هم د شمالي کوریا په زندانونو کې شته.