BBC
 شاته

"پخوا هلک وم، اوس نجلۍ یم"

په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.
"پخوا هلک وم، اوس نجلۍ یم"

پاکستان په نړۍ کې د هیزانو یا نرښځیانو لپاره یو تر ټولو خطرناک هېواد دی.

په دې هېواد کې هیزانو تر دې وروستیو هم د رایې ورکولو او ملکیت ثبتولو حق نه درلود.

په ټولنه کې له دوی سره ناوړه چلند یوه بله لویه ستونزه ده.

ښایي همدا لامل وي چې پاکستان کې یو شمېر نرښځیانو اوس د خپل جنسیت بدلولو ته اړ کېږي.

په خیبر پښتونخوا کې زموږ همکار اظهار الله د همداسې یوه کس لیدو ته ورغلی.

راني اوس شل کلنه ده. د ژوند لومړي ۱۶ کاله یې د یو هلک په توګه ژوند کاوه.

خو راني وایي، هېڅ کله یې هم د هلکانو په څېر احساس نه کاوه.

په ښوونځي کې د ټولګي له هکانو سره په تنګه وه.

تل به د هغوی لخوا وهل ټکول کېده.

راني وایي، زړه یې غوښتل چې د نجونو کالي واغوندي او له نجونو سره لوبې وکړي.

د راني په وینا، د کورنۍ او ټولنې بد چلند دې ته اړ ایستله چې له کوره وتښتي.

هغه په دې باور وه چې اصلي ستونزه د هغې په جنسیت کې ده.

له همدې کبله یې پرېکړه وکړه چې بیخي خپل جنسیت بدل کړي.

Image caption په پښتونخوا کې زموږ همکار اظهار الله له راني سره د مرکې پر مهال.

د دې کار لپاره کراچۍ ته ولاړه او له جراحي لارې یې ځان نجلۍ کړ.

راني وایي، په دې کار پښېمانه نه ده، او اوس د پخوا پر تله ډېره خوشحاله ده.

د پاکستاني چارواکو هم په دې وروستیو کې دې ټولنې ستونزې ته یو څه پام ور اوښتی.

د هغو کسانو لپاره چې خپل جنسيت يې بدل کړى دى په همدې روانه اوونۍ کې په لاهور کې یو ځانګړی ښوونځى پرانيستل شو.

بله خوا د خیبر پښتونخوا صوبايي اسمبلۍ هم د دوى لپاره د ځينو مرستو تابيا لري.

خو په پاکستان کې د جنسیت بدلوونکو او نرښځیانو پر وړاندې د ټولنې چلن لا هم ښه نه دى.

پر دوى اوس هم ملڼدې وهل کېږي ، کار نه شي موندلى او ډېر کله له جنسي تيري سره مخامخ وي.

راني ښایي پر خپله کړنه خوشحاله وي، خو د پاکستان ډېری نرښځیانو اوس هم له کړاوونو ډک ژوند تېروي.