BBC
 شاته

خوست کې د مور او ماشوم روغتیا

د ملګرو ملتونو د شمېرو له مخې افغانستان د هغو هېوادونو ډله کې پر درېيم ځای دی چې د نویو زېږېدلو ماشومانو مړينه په کې ډېره ده. خو دا کچه ورو ورو په کمېدو ده او خوست کې هم رسمي شمېرې ښيي چې هلته د تېرو کلونو پرتله د مور او ماشوم د مړينې کچه نيمه ټيټه شوې ده.

د خوست د عامې روغتیا ادارې په خبره يې مهم لاملونه دا دي چې هلته په روغتیايي مرکزونو کې ښځينه روغتیاپالې ډېرې شوي، د نړيوالو روغتيايي ټولنو فعالیت پراخ شوی او د خلکو د پوهاوي کچه هم لوړه شوې ده. احمدشاه پرې له خوسته رپوټ لري.