کندهار کې ځانمرګی برید شوی دی
د افغانستان په سویلي ولایت کندهار کې چاودنه شوې ده. د کندهار د امنیه قومندانۍ د رسنیو دفتر بي بي سي ته ویلي، چاودنه د ښار د څلورمې امنیتي حوزې اړوند د حضرت جي بابا په سیمه کې شوې ده.
د سرچینې د لومړنیو معلوماتو له مخې په چاودنه کې څلور ملکي کسان ټپیان شوي دي.
د چاودنه د کندهار ولایت مقام ته په دوه کیلومټرۍ کې شوې ده.
نور جزیات وروسته