BBC
 شاته

د فرانسې محکمې پر بورکیني لګیدلی بندیز لغو کړ

Image copyright Reuters
Image caption له محکمې بهر وکیل وویل هغه مېرمنې د خپلو هغو پېسو غوښتنه کولای شي، چې د برکیني اغوستو له کبله یې د جرمانې په توګه ورکړې

د فرانسې سترې اداري محکمې د لامبو پر هغو کالیو لګېدلی بندیز لغو کړ، چې ټول بدن پکې پټیږي.

دغه بندیز د میدترانې سمندرغاړې په یوه ښارګوټي کې لګول شوی و. پرېکړه کې ویل شوي دغه بندیز په خپله خوښه د ګرځېدو، د عقیدې ازادي او فردي ازادي سخت زیانمن کړي دي.

دغه پرېکړه ښايي د ۳۰ نورو ښارونو لپاره هم بېلګه شي، چې دغه ډول بندیزونه په کې لګول شوي دي.

محکمه به وروسته د دغو بندیزونو قانوني اړخ په اړه نهايي پرېکړه وکړي.

Image copyright VINTAGENEWS
Image caption فرانسه کې دغه ناندریو هغه مهال زور واخیست، چې د نېس ښار پر سمندر غاړه پولیسو یوه ښځه اړه کړه، چې اغوستې برکیني وکاږي

فرانسه کې خبریالان وايي، د دغې پرېکړې معانا دا ده، چې پر بورکیني لګېدلي ټول بندیزونه لرې کېږي، خو کارسیکا نومي ښار کې ښاروال ویلي د خپل ښار پر سمندرغاړه دغه بندیز پر ځای پریږدي.

له محکمې بهر وکیل وویل هغه مېرمنې د خپلو هغو پېسو غوښتنه کولای شي، چې د بورکیني اغوستو له کبله یې د جرمانې په توګه ورکړې وې.

د یوې نظر پوښتنې له مخې ویل کېږي، چې ډېری فرانسویان پر بورکیتني د بندیز پلوي دي.

پر بورکینې له بندیز لګېدو وروسته د نړۍ لر او بر کې په دې اړه تاوده بحثونه راپورته شوو. فرانسه کې د بشري حقونو یو شمېر سازمانونو پر بورکیني له بندیز لګېدو وروسته د دغه بندیز لرې کولو لپاره سترې محکمې ته عریضه وکړه.

د فرانسې ۲۶ ښارګوټو ښاروالیو دد دوی په خبره سیکولرازم نبسټیزو اصولو پر ځای ساتلو او امنیت خوندي ساتلو لپاره پر دغه ډول کالیو اغوستو بندیز لګولی و.

Image copyright epa
Image caption فرانسه کې د بشري حقونو یو شمېر سازمانونو پر برکیني له بندیز لګېدو وروسته د دغه بندیز لرې کولو لپاره سترې محکمې ته عریضه وکړه

پر برکیني د بندیز لرې کولو لپاره د بشري حقونو فعالانو محکمو ته عریضې وکړې، خو دوی بریالي نه شوو، چې وروسته بیا دوی دغه عریضه د فرانسې سترې محکمې ته وړاندې کړه.

بل لور ته ځايي مسلمانان وايي دوی په غیر عادلانه توګه په نښه کېږي. د بورکیني د بندیز لړ کې د فرانسې لوړ پوړي چارواکي هم یوه خوله نه وو.

د فرانسې لومړي وزیر په یوه بحث کې ویلي و، چې بورکیني اغوستونکې مېرمنې غواړي د فرانسې جمهوریت د زغم وروستۍ کچه معلومه کړي، خو د دغه هېواد د پوهنې وزیر بیا ویلي و، چې پر سمندرغاړو د مېرمنو کالي له جهادي ډلو سره هېڅ تړاو نه لري.

فرانسه کې دغه ناندریو هغه مهال زور واخیست، چې د نېس ښار پر سمندر غاړه پولیسو یوه ښځه اړه کړه، چې اغوستې بورکیني وکاږي. پر ټولنیزو رسنیو د هغه تصویر له خپرېدو وروسته ډېرو کسانو سختې نیوکې وکړې.