افغانستان کې د ټاکنو لپاره نومليکنه
د افغانستان د ټاکنو خپلواک کميسون وايي، په لومړيو دوو ورځو کې په زرگونو کسانو په ټاکنو کې د برخې اخيستلو لپاره نوم لیکنه کړې چې ۲۵ سلنه يې ښځې دي.
په همدې حال کې د افغانستان د ازادو او عادلانه ټاکنو موسسې یا فیفا اندېښنه څرګنده کړې چې خلکو ته د نوم لیکنې مرکزونو په اړه پوره پوهاوی نه دی ورکړل شوی چې ښايي دا بهیر ټکنی کړي.
نورګل شفق د ټاکنو خپلواک کميسون له کمېشنر حفیظ الله هاشمي سره مرکه کړې ده