شاته

تاجکستانی بند افغان سيمي "ګواښي"

Image caption دا جهیل په ۱۹۱۱ میلادي کال د تاجکستان د بدخشان ونج سیمه کې د زلزلې له امله رامنځ ته شو.

افغان حکومت وايي، د تاجکستان سررېز بند د احتمالي نړېدو د خطر مخنیوي لپاره، له دغه هېواد سره د همکارۍ هوکړه لیک وروستی کوي. شاوخوا دوه میاشتې وړاندې د سرریز بند د احتمالي نړیدو پر موضوع د وزیرانو شورا په یوه ناسته کې خبرې وشوې او وړاندیز وشو چې دولت باید وار له مخکې تدابیر ونیسي.

د سرریز لوی ډنډ د افغانستان په ګاونډ تاجکستان کې ویده ښامار ګڼل کېږي. دا جهیل په ۱۹۱۱ میلادي کال د تاجکستان د بدخشان ونج سیمه کې د زلزلې له امله رامنځ ته شو. دغې زلزلې د غرونو ځینې سیمې ونړولې او اوبه یې طبیعي بند ته راټولې شوې. د دې ترڅنګ هغه وخت زلزلې د تاجکستان درې کلي تر خاورو او اوبو لاندې کړل.

له همغه وخته یې د افغانستان ځینو ولایتونو ته هم ګواښ پېښ کړی. د دغه هېواد په شمال ختیځ کې د امو سیند شاوخوا اوسېدونکي له کلونو راهیسې اندېښمن دي، ځکه که دا لوی بند نړیږي، د امو سیند د اوبو کچه لوړوي. د سیمې د خلکو په باور د امو اوبه که لوړې شي، هلته لسګونه کلي زیانمنولی شي.

بدخشان کې د طبیعي پېښو سره د مبارزې ریاست مشر عبدالله همایون وايي، څېړنې ښيي چې په بدخشان کې د سرریز بند له ماتېدو سره به د افغانستان ختیځو ولایتونو ځینې سیمې له خطر سره مخ شي.

نوموړی وايي "د تاجکستان دولت افغان حکومت ته خبرداری ور کړی. او دا ښيي چې دا بند په داسې یو وضعیت کې دی چې ممکن سقوط وکړي.د بدخشان ۶۴ کلي د دې بند له اوبو څخه زیانمن کېږي همدارنګه تخار او بیا کندوز".

Image caption تاجکستان وايي، په ۲۰۱۴ میلادي کال کېِ يې درې ډوله د خطر خبرولو سیستمونه فعاله کړي او د نړیوالو همکارانو په مرسته دغه بند جدي څارل کېږي.

په بدخشان کې سیمه يیز چارواکي اندېښنه لري چې ښايي د ۲۰۱۵ میلادي کال زلزله کې دې د دغه لوی بند طبیعي خنډونو ته زیان اوښتی وي او ونړیږي.

خو تاجکستان وايي، په ۲۰۱۴ میلادي کال کېِ يې درې ډوله د خطر خبرولو سیستمونه فعاله کړي او د نړیوالو همکارانو په مرسته دغه بند جدي څارل کېږي.

د تاجکستان د بېړنیو مرستو ادارې ویاندې امیدې یوسفوا بي بي سي ته وویل وروستیو کې افغان چارواکي د سرریز جهیل ارزونې لپاره دوشنبې ته راغلي وو او د دغې څېړنې پایلې به ژر افغان حکومت سره شریکې شي.

نوموړې وايي، "تاجکستان د سرریز جهیل احتمالي خطر تر جدي نظارت لاندې نیولی دی"

بدخشان کې له طبیعي پېښو سره د مبارزې مشر چې د تاجکستان په ناسته کې یې ګډون درلوده وایي تاجک چارواکو افغان پلاوي ته د سرریز لوی بند د بيا رغونې په اړه ډاډ ورکړی او ویلي دي چې تاجکستان غواړي د دغو اوبو د مهارولو لپاره نوې لاره جوړه کړي او هغه اندېښنې به لري شي چې دغه بند يې خطر جوړ کړی.

په ورته وخت کې د افغانستان د اوبو او بریښنا وزیر د دفتر مشر وایي وروسته له هغې چې د وزیرانو شورا په جلسه کې په دې اړه خبرې وشوې، دوی اوس له تاجکستان سره د سرریز بند د احتمالي خطر د مخنیوي لپاره د همکارۍ پر یوه هوکړه لیک کار کوي.

Image caption د سرریز لوی ډنډ د افغانستان په ګاونډ تاجکستان کې ویده ښامار ګڼل کېږي

د سرریز په جهیل کې ۱۶ میلیارده متر مکعب ټولې شوې اوبه اټکل شوي دي. په بدخشان کې د افغانستان د طبیعي پېښو لپاره د چمتووالي ریاست مشر وايي، دا بند د اوبو د ایستلو یوه لویه لار لري چې هره ثانیه پرې ۵۰۰ متر مکعب اوبو له بنده بهر ته ځي او همدومره اوبه بېرته د ډنډ کاسې ته راځي.

یو افغان پلاوی چې تېر کال د همدې جهیل د څېړلو په موخه تاجکستان ته تللی و، افغان حکومت ته وړاندیز کړی چې د احتمالي خطرونو د مخنیوي لپاره باید افغان حکومت د تاجکستان تجربې وکاروي.