BBC
 شاته

افغانستان کې د شاتو توليد

په افغانستان کې د شاتو تولیداتو څه ناڅه شل سلنه ډېر شوي دي. د افغانستان د کرنې او مالدارۍ وزارت وايي تېر لمریز کال کې د وړم کال پرتله نژدې ۴۰۰ ټنه شات ډېر تولید شوې وو.

د افغانستان شات د عربو په ګډون ګڼو هېوادونو ته وړل کېږي. د مچیو ساتنه او پالنه په افغانه ټولنه کې تر ډېره نارینه کوي خو د افغانستان په شمال بلخ کې یوې نجلۍ د مچیو کوچنی فارم جوړ کړي.

فرزانه وايي، ګټه وټه یې ورځ تر بلې په ښه کېدو. نور حال یې د اریا احمدزۍ په رپوټ کې وګوری.