د کولمبيا سوله
په کولمبيا کې د سولې درې کلنې خبرې اترې بالاخر بريالۍ شوې. حکومت او کيڼ لاسې باغي ډلې فارک د سولې تړون ته غاړه کېښوده.
دا تړون به اوس د کولمبيا پارلمان څېړي او ولس به د اکتوبر په مياشت کې په يوې ټولپوښتنې کې رايه پرې ورکوي.
د لسيزو لسيزو لانجه بالاخر په خبرو حل شوه.