BBC
 شاته

ځاځي میدان کې د افغان او پاکستانیو ځواکونو جګړه روانه ده

په خوست کې امنیتي چارواکي وايي، د دغه ولایت په ځاځي میدان ولسوالۍ کې له ډیورنډ کرښې سره نږدې افغان حکومتي ځواکوه او ځايي خلک له پاکستانیو ځواکونو سره په جګړه ښکېل شوي دي.

ځايي خلک هم وايي، جګړه هغه مهال پیل شوه چې پاکستان له ډیورنډ کرښې د پښې را اړولو هڅه وکړه.

د جګړې سیمې ته نږدې څو ښوونځي هم رخصت شوي دي.

د خوست امنیت قومندانۍ سرپرست عبدالحنان بي بي سي ته وویل، جګړه هغه مهال پیل شوه چې پاکستانیو ځواکونو له ډیورنډ کرښې دې غاړې ته د پرمختګ هڅه وکړه.

نوموړي په خوست کې د بي بسي خبریال احمد شاه ته ویلي، چې پاکستاني ځواکونو د جنډو او ښه ون غرنۍ سیمه کې د وړاندې تګ هڅه کوله.

د هغه په خبره، جګړه لا هم روانه ده خو چا ته پکې مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

عبدالحنان وايي، سیمې ته له خوست څخه ملاتړي ځواکونه استول شوي دي.

د نوموړي په خبره، د پاکستانیو ځواکونو دا ګام د ځايي خلکو له غبرګون سره مخ شو او د نښتې په پیلېدلو سره پاکستانیو خواکونو د افغان پوځ پر پوسته هم ډزې وکړې.

د ځاځي میدان یو قومي مشر معراج ګل د ټلېفون له لارې بي بي سي ته وویل، چې پاکستانیو ځواکونو څو پوستې وویشتلې.

هغه وايي، له دوی سره د مقابلې لپاره ځايي خلکو هم په ډول سره چغه وکړه او د افغان ځواکونو په ملاتړ سیمې ته لاړل.

د نوموړي په خبره، د جګړې سیمې ته نږدې څو ښوونځي هم رخصت کړل شوي دي.

د خوست د ولایتي شورا وکیل او د سیمې اوسېدونکی سید اصغر اکاخېل وايي، په سیمه کې سخته جګړه روانه ده

د هغه په خبره، پاکستانیو ځواکونو جنډو غر کې د افغان سرتېرو پوسته کلابند کړې ده او د درنو وسلو ډزونه پر کوي.

خو ځايي چارواکي د پوستې کلابندي نه مني او وايي، پاکستاني ځواکونه د کومکي ځواکونو په رسېدو سره په شا شوي دي.

مګر ښاغلی اکاخېل وايي، چې لا هم له خوست مرستندوی افغان ځواکونه سیمې ته نه دي رسېدلي.

هغه دا هم وايي، چې د جګړې له ځای څلور ولسي ټپیان ور وړل شوي، چې په دغه جګړه کې لګېدلي دي.

نوموړی زیاتوي چې په دغه جګړه کې د ولسي لښکر یو ځوان وژل شوی دی.

هغه وايي، څلور پاکستاني سرتېري په دې جګړه کې وژل شوي دي.

د ځاځي میدان مرکز کې یوه سرتېري له نومښودنې پرته بي بي سي ته وویل، چې په دغه جګړه کې درنې وسلې کارول کېږي او غږونه یې په مرکز کې هم اورېدل کېږي.

د تېر اکتوبر پر ۲۷ د ځاځي میدان ولسوالۍ په پلوڅه کې هم ځايي خلکو او حکومت له ډیورنډ کرښې سره نږدې د پاکستان د ازغن تار د غځېدلو مخنیوی وکړ.