BBC
 شاته

"افغان کرېکټ لوبغاړي باید کورنۍ هېواد ته ستنې کړي"

ر د انځور حقوق ACB
Image caption د کرېکټ بورډ مشر وايي، له دې وروسته کوم لوبغاړی د دې ادارې له اجازې پرته بهر نشي تللی.

د افغانستان د کرېکټ بورډ مشر د کرېکټ ملي لوبډلې له هغو لوبغاړو او کارکوونکو- چې بهر اوسي- وغوښتل چې هېواد ته له کور او کورنۍ سره ستانه شي.

کرېکټوپوهان وايي، د دې ادارې پخواني مشر هم له کرېکټ لوبغاړو ورته غوښتنه کړې وه، خو په ځای نه شوه.

عاطف مشعل د شنبې په ورځ کابل کې خبرغونډې ته وویل، که د دې بورډ اړوند لوبغاړي او کارکوونکي داسې ونه کړي، دوی ور سره تړون ختموي.

"که د چا کورنۍ بهر اوسي، یوه میاشت کې یې افغانستان ته ستنې نه کړي، تړون یې له کرېکټ بورډ سره له منځه ځي".

که څه هم د کرېکټ بورډ مشر د کوم لوبغاړي نوم وانخیست، خو دغه اداره کې یوې سرچینې بي بي سي ته وویل، چې د ملي لوبډلې څلور او د الف لوبډلې څو لوبغاړي په پاکستان کې له کورنیو سره اوسي.

کرېکټپوه شېر رحمان خاطر وايي، افغانستان او پاکستان پر سیاست سربېره دا مهال کرېکټ کې هم سیالي لري:

"افغان کرېکټ بورډ له پاکستان سره سیالۍ ونه کړې، د پاکستان غوره لیګ کې یې لوبغاړي ګډون ته نه پرېښودل."

افغان کرېکټ بورډ تېر کال له پاکستان کرېکټ بورډ سره د درې ورځنیو سیالیو پلان درلود، خو کابل کې تر خونړي برید وروسته یې وځنډولې.

کرېکټپوه شېر رحمان خاطر وايي، د پاکستان اوسنی وضعیت هم دا غوښتنه کوي چې کرېکټ لوبغاړي خپل هېواد ته ستانه شي:

"ځکه که دوی یا پر کورنیو یې څه وشي، دا کرېکټ بورډ ته لوی بدنامي ده."

د هغه په خبره، افغان کرېکټ بورډ اوس ډېر پرمختلی دی، هند کې هم دوه لوبغالي لري او که د روزنې لپاره هم وي افغان لوبغاړي پاکستان کې اوسېدلو ته اړتیا نه لري.

شهزاد محمدي ناغه کول

د انځور حقوق ACB
Image caption د پېښور یوه لوبډله کې د شهزاد محمدي لوبېدلو خواله رسنیو کې هم پراخ غبرګون درلود.

د کرېکټ بورډ دا څرګندونې له هغه وروسته دي چې وروستیو کې د ملي لوبډلې یوه لوبغاړي شهزاد محمدي د پښتونخوا په یوه کلب سیالۍ کې ګډون درلود.

نوموړی په یوه لوبه کې په ۱۲ منډو وسوځېد او دې په خواله رسنیو کې پراخ غبرګون وپاراوه.

په دې خبري غونډه کې د کرېکټ بورډ ديسپلین کمېټې د شهزاد محمدي په هکله د درې لکه جرمانې پرېکړه هم واوروله.

"شهزاد محمدي له کرېکټ بورډ قوانینو خلاف لوبه کړې او قوانینو خلافورزي یې کړې، نو دې کمېټې او د نړیوالو قوانینو خلافورزي له امله درې لکه جریمه شو".

دې کمېټې خبرداری ور کړ چې که شهزاد محمدي بیا داسې عمل وکړي، له جدي غبرګون سره مخ شي.

د کرېکټ بورډ مشر هم وویل، چې یو قراردادي لوبغاړی د دې ادارې له رسمي اجازې پرته بهر سفر نشي کولی.