BBC
 شاته

هلمند کې د څارګرې الوتکې د برید په اړه 'ضد او نقیض' رپوټونه

Image copyright AFP
Image caption د دغه برید د مرګژوبلې په اړه د طالبانو او امنیتي مسؤولینو ادعاوې متناقضې دي.

د افغانستان سوېلي ولایت هلمند سیمه ییز چارواکي وايي، په نادعلي ولسوالۍ کې د بهرنیو ځواکونو بې پیلوټه الوتکې د طالبانو دوه مهم پوځي مرکزونه ویجاړ کړي دي.

طالبانو ویلي چې بې پيلوټه الوتکې د دوی یو زندان په نښه کړی چې په کې د دوی له خوا اسیر شوي ۲۲ افغان پولیس او د ملي اردو سرتېري وژل شوي دي.

امنیتي مسؤولینو بیا لومړی د لسو پولیسو وژل تائيد کړل، خو وروسته یې خپله خبره بېرته واخیسته.

د نړیوالو ځواکونو بې پیلوټه الوتکې تېره شپه د هلمند په نادعلي ولسوالۍ کې د طالبانو دوه پوځي مرکزونه په نښه کړي دي.

د دغه برید د مرګژوبلې په اړه د طالبانو او امنیتي مسؤولینو ادعاوې متناقضې دي.

د هلمند والي حیات الله حیات بي بي سي ته وویل، په برید کې د نادعلي ولسوالۍ لپاره د طالبانو پوځي مسئول او ولسوال يې له ۲۴ ملګرو سره وژل شوي دي.

نوموړی وايي "دغه ځایونه چې په نښه شوي دا د نادعلي لپاره د طالبانو د پوځي مسؤول او ولسوال ځایونه وو، دا زندان نه و، دې ځای ته هره ورځ لسګونه وسله وال کسان تلل او راتلل او هلته یې غونډې او پلانونه جوړول"

د نوموړي په وينا "طالبان هېڅکله هم د جګړې لومړۍ کرښې ته نژدې محبسونه نه جوړوي."

د طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي په نادعلي کې د بې پیلوټه الوتکې برید تائید کړی، خو ادعا یې کړه چې په دې برید کې د دوی یو زندان په نښه شوی او په کې ۲۲ اسیر شوي افغان سرتېري او درې طالبان وژل شوي دي.

احمدي ویلي، ټاکل شوې وه چې دغه اسیر شوي ۲۲ تنه پولیس او د ملي اردو سرتېري د جمعې په ورځ د ضمانت په بدل کې خوشې شي.

Image copyright hayatullah
Image caption د هلمند والي حیات الله حیات بي بي سي ته وویل، په برید کې د نادعلي ولسوالۍ لپاره د طالبانو پوځي مسئول او ولسوال يې له ۲۴ ملګرو سره وژل شوي دي.

پر طالبانو سربېره د نادعلي ولسوالۍ د سیمه ییزې شورا مشر محمد نبي الفت هم بي بي سي ته وویل، د بې پیلوټه الوتکې په برید کې د طالبانو د زندان د ننه افغان سرتېري او هغه ملکیان وژل شوي چې له طالبانو سره بندیان وو.

نوموړی وايي"په دې حمله کې له ۳۵ تر ۴۰ کسانو پورې زندانیان وژل شوي، طالبان هم په کې وژل شوي، خو کره شمېر یې نه دی راته معلوم".

ښاغلی الفت زياتوي"په زندانیانو کې پولیس، د ملي اردو سرتیري او ملکیان هم شامل دي، حمله د نادعلي ولسوالۍ د عبدالله جان اکا په کلي کې د طالبانو پر زندان شوې."

د هلمند امنیې قومندان اقا نور کینتوز هم نن سهار بي بي سي ته تائيد کړه چې په هلمند کې بې پیلوټه الوتکې پر طالبانو سربېره لس پولیس وژلي، خو وروسته یې خپله خبره واخیسته او د پولیسو وژل کېدل یې رد کړل.

په افغانستان کې د ناټو غوڅ ملاتړ ماموریت بیا د بي بي سي د یوې پوښتنې په ځواب کې لیکلي چې په نادعلي کې د امریکایي ځواکونو بې پيلوټه الوتکې دوه ځایه په نښه کړي، خو ډاډ یې څرګند کړی چې ملکیان او اسیران نه دي په کې وژل شوي.

Image copyright Getty
Image caption د طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي په نادعلي کې د بې پیلوټه الوتکې برید تائید کړی، خو ادعا یې کړه چې په دې برید کې د دوی یو زندان په نښه شوی او په کې ۲۲ اسیر شوي افغان سرتېري او درې طالبان وژل شوي دي.