BBC
 شاته

فرانسه کې د "بورکینې بندیز" په تړاو راپارېدلي بحثونه

Image copyright EPAAP
Image caption دغه بنديز د فرانسې پر سمندر غاړې ډېری ښارونه اغېزمن کړي دي، ځينو جريمې هم اعلان کړې

د فرانسې د پولیسو داسې تصویرونه راڅرګند شول چې ظاهرا يې د نیس د جنوبي ښار د سمندر پرغاړه یوې ښځې باندې هغه ناندره ییز بندیز چې "بورکیني بندیز" نومېږي عملي کاوه.

داسې ښکاري چې پولیسو دغه ښځې ته د جریمې پاڼه ورکوله، چې بیا هغې خپل حجاب لیرې اومړوندونه لوڅ کړل.

بورکیني چې د "برقه" او "بېکېني" له نوم ترکیب شوی، یوازې مخ، لاسونه او پښې ترې ښکاري نور ټول بدن په کې پټ وي.

د نیس د ښاروال مرستیال وویل د تېرې میاشتې له برید وروسته د بورکیني لیرې کول یو"اړتيا" وه.

د فرانسې د اسلامي عقیدې شورا (CFCM) پرهغه لوري باندې چې دا عمومي بحث ور روان دی نیوکه وکړه.

په پام کې دي چې د دې پرېکړې د بېرته ګرځولو لپاره د فرانسې تر ټولو لوړې ادارې محکمې ته یوه عریضه وړاندې شي.

دا پیښه چې د سې شنبې په ورځ وشوه، هغې سیمې ته نژدې شوې چې په تېر جولای کې په کې د باستیل په ورځ یو جهادي برید شوی و.

د نیس د ښاروال مرستیال، روډي سیلز(Rudy Salles)، وویل: "د جولای په څوارلسمه د پرامینیډ د آنګلیز د تفریحي سمندرغاړې...[ له پيښې] وروسته دا اينه ده" "دا د نیس د مسلمانانو عادت او دود نه دی چې د سمندر پرغاړه دا ډول [لباس] واغوندي".

کله چې د سمندر پرغاړه د پولیسو دا تصویرونه په ټولنیزو رسنیو کې خپاره شول، د فرانسې د اسلامي عقیدې شورا (CFCM) مشر، انور کبیبیچ (Anouar Kbibech)، وویل "په دې اړه اندېښمن دی چې دا عمومي بحث پر کوم لوري روان دی "هغه" په فرانسې کې له مسلمانانو څخه د کرکې په اړه د زیاتېدونکې ویرې" یادونه وکړه.

د فرانسې د کورنیو چارو وزیر، برنارد کازینیو (Bernard Cazeneuve) منلې چې د فرانسې د اسلامي عقیدې شورا سره به غونډه کوي.

Image copyright AP
Image caption دا مقررات په فرانسه کې د څه باندې ۲۰ ښاروالیو لخوا عملي کېږي

د دې پېښې په اړه پر ټوېتر د ډېرو نورو تبصرو ترڅنګ، د بشرې حقونو د څار ادارې (HRW) د اروپايي رسنیو د څانګې مشر، انډریو سټرویلین (Andrew Stroehlein)، ولیکل: "د ورځې پوښتنه: د دې لپاره چې په یو عمومي ځای کې یوه ښځه د ځان لوڅولو ته واداره کړل شي څو تنه وسلوال پولیس په کار دي؟"

له تصویریونه دا روښانه نه ده چې ایا پولیسو به دغې ښځې ته امر کړی وي چې د خپل لباس یوه برخه ليرې کړي، یا به هغې په خپله دا کار کړی وي.

دغې ۳۴ کلنې میندې چې ځان يې د سیام (Siam) په نوم یاد کړ، اسوشيېټډ پرېس خبرې اژانس ته وویل، په داسې حال کې جریمه شوې چې پښې ېې په لباس پوښلې وې، یو جاکټ او د سر دسمال يې اغوستی و او د سمندر پر غاړه پر یوې څوکۍ ناسته وه.

هغې وویل : "د لامبو اراده مې نه درلوده".

د کینز د ښاروال حکم

• "هر هغه کس چې نا مناسب لباس يې اغوستی وي چې د ښو اخلاقو او سيکولرېزم درناوی نه کوي د لامبو لپاره سمندرغاړې ته نشي راتلی"

• "په داسې حال کې چې فرانسه او د عبادت ځایونه په اوسنې وخت کې د ترهګريزو بریدونو هدف ګرځېدلی، د سمندرغاړې هغه لباس چې په څرګنده مذهبي تړاو څرګندوي، د عامه نظم د ګډوډولو خطر رامنځته کوي"

• سرغړونکو ته به د ۳۸ یورو (۴۳ امريکايي ډالرو) جریمې سزا ورکول کېږي

• دا بندیز به د ۲۰۱۶ کال د اګست تر ۳۱ مې نېټې پورې پر ځای وي

د مسلمانانو د حقونو ډلې، چې له اسلام څخه د وېرې پر ضد یوه ټولنه ده، وویل چې تر بندیز لاندې سیمو کې په تېرو دوو اوونیو کې ۱۶ ښځې جریمه شوې دي- خو استدلال کوي چې یوې ښځې هم بورکیني نه وه اغوستې.

Image copyright Getty

دې ډلې وویل دغو ښځو ټولو پوړني پر سر وو او نور بدن او پښې يې په لباس پوښلې وې.

په پاریس کې د بي بي سي خبریال، هیو شوفیلډ (Hugh Schofield) وايي دغه په اصطلاح د بورکیني بندیز کې اصلا د بورکیني کومه یادونه نه ده شوې.

اسټرالیایۍ مېرمن چې د 'بورکینې' په نوم لباس یې جوړ کړی وايي، په فرانسه کې د ټول بدن د پټولو لپاره پر اسلامي جامو له بندیز وروسته یې د توکيو پلور ډېر شوی دی.

دا مقررات یواځې دا وايي چې د سمندرغاړې لباسونه باید د ښو عمومي اخلاقو او د سيکولرېزم درناوی وکړي، چې هغه وايي دا خبره کېدای شي په بېلابېلو ډولونو تعبیر او د مغشوشیت سبب شي.

د فرانسې څه باندې ۲۰ ښاروالیو د لامبو د لباس په اړه دغو ناندرییزو مقرراتو عملي کول اعلان کړي دي.